Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د سفر لېوالتیا ښودلې

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د سفر لېوالتیا ښودلې ده.


مایک پامپیو د پنجشنبې په ورځ له بلومبرګ ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: که لازمه شي، په خوشالۍ به هلته (ایران ته) ولاړ شي.


پامپیو زیاته کړه چې تهران ته د سفر پر مهال به تبلیغاتي خبرې ونه کړي، بلکې د ایران خلکو ته به حقایق ووايي چې د دې هېواد مشرتابه څه کړي او ایران ته یې څومره زیان اړولی دی.


د واشنګټن او تهران ترمنځ وروسته له هغې ترینګلتیا زیاته شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له ایران سره د شپږو پیاوړو هېوادونو له اټمي تړونه ووت او پر دې هېواد یې بېرته بندیزونه ولګول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса