Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

په لیبیا کې د سرې میاشتې کارکوونکو د ۶۲ کډوالو مړي له اوبو را ایستي

0
په لیبیا کې د سرې میاشتې کارکوونکي وایي، د ۶۲ کډوالو مړي یې یوه ورځ وروسته تر دې د مدیترانې له اوبو را ایستلي دي چې اروپا ته په لاره اوبو یووړل.


د لیبیا د سرې میاشتې رئیس عبدالمونیم ابو صبیح وویل، د دوی د ادارې د ژغورنې ډلې د پنجشنبې له شپې تر پرون ناوخته دغه دوه شپیته جسده وموندل.


مرستندویو ټولنو پرون خبر ورکړی و چې د ماشومانو په ګډون یوسل او پنځوس کډوال د لیبیا سواحلو ته نږدې تری تم شوي دي.


د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش دا ډېره ناوړه پېښه بللې او په ټوېټر کې یې لیکلي دي چې هغه پناه غوښتونکي چې د ښه ژوند هڅې کوي، هغه ته باید له قانوني لارو ورسېږي



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса