Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل عماني سیال سره لیدلي

0
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل عماني سیال سره لیدلي دي.


عمان چې د تهران او واشنګټن ترمنځ په ترینګلتیا کې یې د ناپیلتوب اعلان کړی، مخکې ویلي وو چې غواړي د دواړو لورو ترمنځ د منځګړي رول ترسره کړي.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د شنبې په ورځ له خپل عماني سیال یوسف بن علوي سره لیدلي.


علوي د مې په میاشت کې یوې عربي ورځپاڼې ته ویلي وو، که د امریکا او ایران ترمنځ جګړه ونښلي، دا به د ټولې سیمې لپاره یو لوی خطر وي.


په دې اړه چې د ایران او عمان د بهرنیو چارو د وزیرانو په لیدنه کې دې د عمان پر منځګړیتوب خبرې شوي وي، څه نه دي ویل شوي.


له ایران سره د امریکا او متحدینو اختلاف په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ په وړاندې د ستونزو له جوړېدو وروسته نور هم زیات شوی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса