Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

یوناما له نوماندانو غوښتي چې له اصولو سره سم کمپاین وکړي

0
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره له ټولو کاندیدانو او د هغوی له پلویانو غوښتنه کړې چې د ټاکنو د قانون او د هغو اصولو سره سم چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ټاکلي، کمپاین وکړي.


د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین پرون رسماً پیل شو او سپټمبر په ۲۵مه به پای ته ورسېږي.


د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپټمبر په ۲۸مه کېږي.


په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر نن سهار په یوه اعلامیه کې ویلي چې رسنۍ د انتخاباتو په تړاو ډېر مهم رول لوبوي او د جمهور رئیس محمد اشرف غني فرمان ته په اشاره ویل شوي چې ټول دولتي کارکوونکي باید په انتخاباتي چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.


په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت د دواړو مشرانو په ګډون ۱۸ تنه جمهوري ریاست ته کاندیدان دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса