Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

بریتانیا په پام کې لري چې له ایران سره نیول شوې بېړۍ تبادله کړي

0
د بریتانیې حکومت دا نظر رد کړ چې د خپلې یوې بېړۍ په بدل کې د ایران بېړۍ چې دوی په جبل الطارق ابنا کې نیولې، خوشې کړي.


د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب نن د جولای په نهه ویشتمه بي بي سي ته وویل چې دا د تبادلې مسئله نه ده، بلکې د نړیوال قانون او نړیوالو قانوني سېستمونو د تطبیق خبره ده چې د بریتانیې حکومت ټينګار ورباندې کوي.


له کله راهیسې چې امریکا له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې وتلې، کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دی.


د بریتانیې او ایران حکومتونو په وروستیو کې د یوه او بل د تېلو د ټانکرونو سترې بېړۍ ونیوې چې پر اټمي موافقه یې فشار لا زیات کړی دی.


د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې که ایران غواړي چې د نړیوالې ټولنې د مسؤل منونکي غړي په توګه ومنل شي، باید د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.


د بریتانیې سمندري ځواکونو د جولاي په څلورمه د ایران بېړۍ د جبل الطارق به ابنا کې ودروله او تور یې پورې کړ چې سوریې ته یې تېل قاچاق کول او پر سوریې د اروپايي اتحادیې د بندیزونو تېری یې کاوه.


په مقابل کې یې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د جولای په نولسمه د بریتانيې تر بېرغ لاندې بېړۍ د هرمز په تنګي کې ونیوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса