Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

په کندهار کې د موټرسايکل بم چاودنې ۳ کسان ووژل او ۲۳ نور ټپيان دي

0
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د موټرسايکل بم چاودنې درې ملکي کسان ووژل او ۲۳ نور يې ټپيان کړي.


د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې بمي چاودنه نن تر غرمې مخکې د سپين بولدک ولسوالۍ د بازار د مرکزي جومات مخې ته هغه وخت رامنځته شوه چې یوه وسله وال غوښتل چې موټرسایکل بم انتقال کړي.


د هغه په خبره چې په دغه پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.


بارکزی وايي، وژل شوي ټول ماشومان دي.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса