Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

افغان حکومت او امریکایي ځواکونو د یوناما له راپور سره مخالفت وښود

0
د افغانستان حکومت او په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو قوماندانۍ د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما له رپوټ سره مخالفت څرګند کړی دی.


په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما نن د جولای په دېرشمه په یوه اعلامیه کې وویل چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۱۳۶۶ افغانان وژل شوي او ۲۴۴۶ تنه زخمیان شوي دي.


یوناما ویلي، سره له دې چې دا په ملکي تلفاتو کې د تېر کال په پرتله اووه ویشت فیصده کموالی څرګندوي او دوی یې هرکلی کوي، خو باید ملکي تلفات صفر ته ورسېږي.


یوناما ویلي چې د ملکي تلفاتو ۵۲ فیصده د وسله والوطالبانو، داعش او نورو افراطي ډلو له حملو سره تړاو لري.


یوناما ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وسله والو طالبانو او نورو ډلو د حملو په پرتله د افغانستان د حکومتي ځواکونو او د هغوی د نړیوالو ملاتړ کونکو په عملیاتو کې زیات ملکي خلک وژل شوي او زخمي شوي دي.


د رپوټ اشاره د شپې عملیاتو او هوايي بمباریو ته وه.


د افغانستان حکومت وايي چې وسله وال طالبان عمداً په ملکي سیمو کې پټېږي او له خلکو د سپر په توګه کار اخلي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند نن خبریالانو ته وویل چې د یوناما رپوټ څرګندوي چې د تېر کال په پرتله ملکي تلفات کم شوي او دا ثبوت دی چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د ملکي خلکو مصؤنیت ته پام زیات کړی دی.


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند د یوناما په رپوټ کې له وړاندې شویو ارقامو سره مخالفت کړی دی.


د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي چې دوی د حساب ورکولو او دقت لپاره په ډېر لوړ ستندرد کار کوي، څو د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوی وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса