Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2019

چارواکي: په سرپل کې ۸ طالبان وژل شوي او ۴ ټپیان شوي

0
د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ ولسوال نقیب الله دقیق ویلي چې وسله والو طالبانو بېګا شپه د سیمه ییزو پولیسو پر یوه مرکز له درېیو خواوو حمله کړې وه.


دقیق نن د جولای په دېرشمه د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په حمله کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه زخمیان شوي دي.


د سانچارک ولسوال ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو دوه سرګروپان هم شامل دي.


د نقیب الله دقیق په وینا، په حمله کې دوه پاڅونکوونکي زخمیان شوي دي.


وسله والو طالبانو غبرګون نه دی څرګند کړی.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса