Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Ноябрь
2019

د ادریس خټک ورور عدالت ته ځي

0

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکي ادريس خټک ورور اوېس خټک وايي د جمعې پر ورځ به په پېښور های کورټ کې د هغو ادارو خلاف کېس جمع کوي چې د ده ورور يې تښتولی دی او غوښتنه به ورته کوي چې ورور يې عدالت ته حاضر کړي. د ده په خبره چې په ورور يې څه قسمه تورونه وي نو بايد چې په عدالت کې ورته د سپيناوي موقع ورکړل شي ځکه چې دا يې قانوني حق دی.

پاکستانیو چارواکیو پر دغه پېښه هېڅ غبرګون نه دی کړی. خو د واکمن پاکستان تحریک انصاف یوه پارلېماني غړي اقبال اپرېدي ویلي، پاکستاني امنیتي ځواکونه کله هم یوڅوک بې دلیله نه اوچتوي، او زیاتوي که پر خټک یو څه تور نه وي نو خوشې به شي. د ادريس خټک له ورور اوېس خټک سره زموږ همکار اسرار عالم مومند مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې تاسو به نن د جمعې پر ورځ په دې لړ کې څه کوۍ نو هغه وايي:




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса