Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2020

چارواکي: فاریاب کې ۶ طالبان وژل شوي

0
په شمال کې دېره ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.


د شاهین قول اردو ویاند محمدحنیف رضايي پرون آزادۍ راډیو ته وویل چې دا عملیات د قیصار ولسوالۍ په صوفي کلا او نورعلي سیمو کې شوي او په ترڅ کې یې دا کلي له طالبانو څخه تصفیه شوي دي.


هغه زیاتوي: "افغان امنیتي، دفاعي ځواکونو دا سیمې تلاشي کړې او نن شپه به هم په دې دوو کلیو کې پاتې شي او پاتې تروریستان چې په دې کلیو کې دېره وو، له سیمې تښتېدلي دي."


د شاهین قول اردو ویاند همداراز یادونه وکړه چې د شاهین ۱۱۳ په نوم دا عملیات پرون پنجشنبې پیل شول او لاهم دوام لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса