د پاکستان حکومت د کراچۍ زهرجن ګیس په اړه پلټنې کوي
د بحري چارو د وفاقي وزیر ویاند محمد عمر فاران د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل، تر اوسه د زهرجن ګیس د خپرېدو لامل معلوم نه دی او حکومت د پوهانو یوه
د بحري چارو د وفاقي وزیر ویاند محمد عمر فاران د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل، تر اوسه د زهرجن ګیس د خپرېدو لامل معلوم نه دی او حکومت د پوهانو یوه
ښاغلي غني دغه باورلیک چهارشنبه ماښام «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۳۰» په ټاکنو کمېسیون کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د دغه کمېسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ لهخوا ترلاسه کړ.
د پنډیالۍ عیساخېل او برهانخېلو قبیلو په مومندو ډیم کې دوی ته د نوکریانو په ګډون نورو حقونو د غوښتلو لپاره احتجاج وکړل او ویل یې چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي راپور وګورئ.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون ټاکنیزه وثیقه یا باورلیک ترلاسه کړ. د امریکا ولسمشر یو وار بیا ویلي چې له طالبانو سره د سولې د تړون چانس موجود دی. په هند کې یو کس د ټرمپ مجسمه جوړه کړې او عبادت ورته کوي. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ
د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیاالله لانګو د فبرورۍ ۱۹مې پر ماښام له مشال راډيو سره په خبرو کې د اپوزیشن د سیاستوالانو تورونه رد کړل
د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته غبرګونونه فریدالله سعادت پرې راپور لري:
د ملګرو ملتونو لخوا په اسلام اباد کې د افغان کډوالو کډوالۍ په اړه رابلل شوي غونډې کې بلوچستان کې مېشت کډوال ګیله من دي چې دې غونډې ته زموږ په استازیتوب هېڅ یو کډوال هم نه وو وربلل شوی. دوی وايي موږ له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ یوو. په دې اړه صمد شبنم ویډیويي راپور وګورئ.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو د تولید کچه د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړه شوې ده. د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو په خبره، سږکال په ننګرهار کې ۵۰۰ ټنه شات تولید شوي چې لاملونهیې د شاتو د مچیو د روزنې د کاروبار ډېروالی، ښه هوا او چاپېریال دي. د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د شاتو مچیو د برخې مسؤل شاه ولي ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل چې ننګرهار د شاتو د تولید او د مچیو د روزنې لپاره مناسبه هوا او ښه چاپېریال لري چې له املهیې پر نورو... Читать дальше...
د فبرورۍ پر ۱۸مه نېټه په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند تر سیورې لاندې شوې غونډه کې ګڼو سياسي ګوندونو د پخوانی فاټا په خيبرپښتونخوا کې د ضم کولو د بهير پر ورووالي نيوکې وکړې. په غونډه کې د ضم کېدو بهير تېزولو په لړ کې ۳۱ نکتې په ګوته کړل شوې. د قبايلي ضلعو په خيبريښتونخوا کې د ورګډولو بهير د خلکو ژوند له کومو ستونزو سره مخامخ کړی دی؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې له مومندو د عوامي نېشنل ګوند استازي نثار مومند، په قامي اسمبلۍ کې له خيبره د تحريک انصاف غړی اقبال... Читать дальше...
د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ قومي مخور، مدني فعالان، روڼ اندي او ځوانان وايي، پدې هېواد کې ټول پرمختګونه د افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو د قربانیو پایله ده او خلک يې ملاتړ کوي.
د حکومت یو لوړ پوړی چارواکی وايي، د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ کې به د طالبانو بریدونه ۸۰ سلنه را کم شي.
د جنبش اسلامي ګوند مشر او د "ثبات او همپالنې" ټاکنیزې ډلې مخکښ غړی عبدالرشید دوستم وايي د عبدالله عبدالله له هغه دریځه چې ډېر ژر به ټولشموله حکومت اعلان کړي، ملاتړ کوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د ممنوعالخروجۍ په برخه کې د عبدالله عبدالله حکم له نافذه قوانینو سره په ټکر کې بولي. د ارګ ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، د چارواکو د ممنوعالخروجۍ واک یوازې لویې څارنوالۍ سره دی. ښاغلی صدیقي وایي، اوس هېواد منتخب ولسمشر لري او په جوړېدونکي حکومت کې به د اجرائیه ریاست په نوم کوم جوړښت نهوي. هغه زیاته کړه: "د محمد اشرف غني د ټاکنو تګلاره او ژمنه همدا وه چې د ملي یووالي حکومت جوړښت به دوام نهکوي، خلکو هم په همدې هدف ښاغلي غني ته رایه... Читать дальше...
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د یوه پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کېدو په برخه کې د عبدالله عبدالله د دریځ ملاتړ وکړ. ښاغلي دوستم په جوزجان کې یوې غونډې ته وویل، د ټاکنو وروستۍ پایلې چې ترڅ کې یې محمد اشرف غني بریالی اعلان شوی، په رسمیت نهپېژني. هغه زیاته کړه: "زه ستاسې د مشر په توګه، په ټول زړه او ځان د ډاکتر عبدالله د بېګاني اعلان ملاتړ کوم، موږ د ټاکنو تقلبي اعلان چې ټاکنیزه کودتا یې بولي، په رسمیت نهپېژنو." عبدالرشید دوستم له دې وړاندې خبرداری ورکړی و که ټاکنو کمېسیون... Читать дальше...
د ار ایس ایف مشر ډېنیل بسټرډ په یو بیان کې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو لپاره قاعدې او ضابطې ضروري دي خو د دې په بهانه دې سنسرشپ نه کېږي.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ د وطندار ملي برنامې تر شعار لاندې د ۲۱ ولایتونو ښځینه او نارینه ځوانان، مدني فعالان او خبریالان چې شمېر يې ۸۰ تنو ته رسېږي.
د بارسلونا کلب او ارجنټاین هېواد د فوټبال ملي لوبډلې تکړه فوټبالر او لوبډلمشر لیونل مسي د ۲۰۱۹ میلادي کال د غوره ورزشکار جایزه وګټله. دا جایزه د لاروس په نوم یادېږي. لیونل مسي تېره شپه د دې جایزې له ترلاسه کولو وروسته رسنیو ته وویل خوشحاله دی چې د لومړي ځل لپاره دا جایزهیې ترلاسه کړه. د لاروس دا جایزه تېر کال د نوواک جوکویچ په نوم یوه تکړه او نړیوال ټېنس لوبغاړي ته ورکړل شوې وه. لیونل مسي تېر ۲۰۱۹ میلادي کال خورا په بریالیتوب سره پای ته ورساوه. هغه په تېر کال کي وتوانېد چې شپږم د سرو زرو توپ او شپږم د سرو زرو بوټ ترلاسه کړي.
د هرات جامي او صرافانو فوټبال لوبډلو پایلوبې ته لار پیدا کړه. د دغه ولایت د فوټبال لوبو مسؤل نجیبالله نوروزي ازادي راډيو ته وویل چې سبا به پایلوبه ترلاسه کوي. دغه لوبې هر کال د ۳۰ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. همدارنګه د هرات د ولسوالیو جام سیالیو کې د شینډنډ او تورغنډي لوبډلې پایلوبې ته لار پیدا کړې چې د جمعې په ورځ ترسره شي. د دې لوبو هدف د ځوانانو روزل او د وړتیا لوړول ښودل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ ۳ لوبغالي او ۶ د کرکټ اکاډمۍ خصوصي سکټور ته په اجاره ورکوي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې دا به لومړی داوطلبۍ ته وړاندې شي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په شرایطو برابر شرکتونه کولای شي چې د اسنادو له ضمیمې سره خپل وړاندیزونه د روان ۲۰۲۰ کال مارچ میاشتې تر درېیمې نېټې افغان کرکټ بورډ ته وسپاري. د کرکټ بورډ چارواکي وايي له دغو لوبغالو څخه به ترلاسه شوي عواید د لوبغاړو د وړتیا په لوړولو ولګول شي.
په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټټیوټ مشر محمد احسان ضیا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۳۰» ازادي راډیو ته وویل دا چې د ټاکنو پایلې ځینو ته د منلو وړ نهدي، نو نړیوال هم په خورا احتیاط ګامونه اخلي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو ۴۰ کاله پوره کېدو په مناسبت دوه ورځنې کانفرانس د فبرورۍ پر ۱۸مه پای ته ورسېد.
د چین په ووهان کې د بندو پاتې شویو اوکراینیانو لېږد ته چارتر شوې الوتکې له پلان شوي وخته درې ساعته ناوخته چین ته حرکت وکړ. دا الوتکه چې کیف ته نږدې له هوایي ډګره پورته شوې، د قزاقستان په الماتا کې تر دمې وروسته د چین ووهان ښار ته ځي، کومه سیمه چې د کرونا وایروس سرچینه بلل کېږي. په چین او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې نږدې ۷۵ زرو ته ورسېدې او له دې امله د مړو شویو کسانو شمېر هم له ۲۰۰۰ واوښت. د اوکراین تللې الوتکه به په ځایي وخت سبا سهار اته بجې بېرته کیف ته راستنه شي چې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چین پنځه مهمې دولتي رسنۍ چې امریکا کې هم دفترونه لري، د بهرني مأموریت په ډله کې شاملې کړې. امریکا دغه رسنۍ د چین د کمونېست حزب د رهبري شویو تبلیغاتي بنسټونو په کتار کې راوستې دي. د دې ګام له مخې، امریکا به دغو پنځو رسنیو سره د سفارتونو په توګه چلند کوي او رسنۍ اړې دي چې امریکا کې خپل ملکیتونه له بهرنیو چارو وزارت سره ثبت کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې د نوم نهښودو په شرط ویلي، دا رسنۍ د چین د دولت دي او د چارو کنټرولیې له هماغه ځایه کېږي. خو... Читать дальше...
اسوشيېټيد پرېس خبري ایجنسۍ ته په سېشنبه د روغتیا چارواکو وویل چې تر دغه وخته یې دګېس لوجې متاثره شویو ۶۵۰ ناروغانو علاج وکړ.
مدني فعاله ذکیه اختري وایي، د دوی د غږ رسولو لپاره په ولایتي شورا کې د ښځینه استازو موجودیت اړین دی.