Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2020

عراق له ایران سره پوله تړلې

0
وروسته له دې چې په ایران کې د کرونا ویروس د مواردو راپور ورکړل شو عراق پرون له دې هېواد سره خپل سرحد بند کړ.


عراق له دې مخکې ایران ته الوتنې هم بندې کړې وې.


ایراني چارواکو پرون د فبروري په شلمه نېټه راپور ورکړ چې درې نور کسان په قم ښار کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.


په قم کې له دې یوه ورځ مخکې دوه کسان- چې په کرونا ویروس اخته شوي وو، مړه شول.


د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا راپور ورکړی چې په دې ښار کې د دیني مدرسو په ګډون ټول ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.


د ایران د روغتیا وزارت پرون د چارشنبې په ورځ وویل، په دې ناروغۍ چې لومړی په ډېسېمبر میاشت کې د چین په مرکزي ولایت هوبای کې څرګنده شوه او د روغتیا نړیوال سازمان یې د COVID-19 په نوم یادوي پنځه کسان اخته شوي دي.


په دې کې هغه دوه زاړه کسان هم شامل دي چې د چارشنبې په ورځ د دې ناروغۍ له کبله مړه شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса