Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2020

امنیتي چارواکي: زابل او ارزګان کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

0
د تاوتريخوالي د کمولو د هوکړې په درشل کې له څو ولايتونو د ناامنيو خبرونه رارسېدلي دي.


 د ملي اردو مسوولان وايي په زابل او ارزګان ولايتونو کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


 د افغانستان په جنوب کې ٢٠٥ اتل قول اردو وايي، په پوځي عملياتو کې چې پرون شوي، ٤ نور وسلوال طالبان ټپيان شوي دي.


 د دې قول اردو وياند خواجه يحيى علوي نن ازادۍ راډيو ته لومړى په زابل ولايت کې د عملياتو په اړه وويل: ”د زابل ولايت د مرکز کلات په مربوطاتو کې د دښمن ٨ کسان وژل شوي او د دغو جنايتکارانو ٣ تنه ټپيان شوي دي، د دښمن يو موټر او دوه موټرسايکلونه هم تخريب کړاى شوي دي.“


 ښاغلى علوي وايي ٢ نور وسله وال طالبان د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې وژل شوي او يو تن ټپي دى.


 دغه راز د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې هم د پوځي عملياتو پر مهال د ٥ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوى دى.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса