Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2020

غني: د سولې خبرو ته د یوه فرصت په سترګه ګورو

0
ولسمشر اشرف غني وايي چې افغان حکومت د سولې خبرو ته د یوه فرصت په سترګه ګوري او د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره یې لازم چمتووالی لري.


تمه ده چې د تاوتریخوالي د کمولو د یوې اونۍ له تېرېدو وروسته د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې موافقه لاسلیک او ورپسې د افغانانو ترمینځ د سولې خبرې پیل شي.


ارګ په یوه بیان کې چې پرون ناوخته خپور شو وايي ښاغلي غني تېر ماښام د سولې د مشورتي لویې جرګې د کمیټو له مسوولینو سره په کتنه کې وویل چې د سولې حیاتي پروسه هم فرصتونه او هم احتمالي خطرونه لري خو حکومت له فرصتونو د اعظمي استفادې او د خطرونو د مدیریت لپاره پوره چمتووالی لري.


د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر غني په حواله زیاتوي چې وايي، د سولې مرکچي پلاوی په بین الافغاني خبرواترو کې باید موثریت او واحد دریځ ولري او صلاحیتونه به یې د افغانستان دولت ټاکي.


ولسمشرغني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تمه ده په راروانه اونۍ کې وسله وال طالبان د یوې اونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمولو پر ژمنه عمل وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса