Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

ایران کې افغان زده کړیالان: درې کاله کېږي د زده‌کړو لګښت نه راکول کېږي

0
په ایران کې د ماسترۍ او دوکتورا سلګونه زده‌کړیالان وايي، څو کاله کېږي چې د زده‌کړې لپاره یې مرسته شوې پیسې نه‌دي اخیستې.


هغه افغان زده‌کړیالان چې د ماسترۍ او ‌دوکتورا لپاره ایران ته تللي وايي، نږدې درې کاله کېږي چې د دوی لپاره د زده‌کړو منل شوی لګښت نه ورکول کېږي.


د دوی له قوله، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو تر اوسه یې قانوني غوښتنو ته مسؤلانو هېڅ ارزښت نه‌دی ورکړی.


د دې زده‌کړیالانو په استازولۍ عتیق‌الله سلطاني احمدزي ازادي راډیو ته وویل، په ځلونو یې د خپل تحصیلي لګښت د نه ورکړې ستونزه د لوړو زده‌کړو، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو سره شریکه کړې ده.


هغه زیاته کړه: "د ۱۳۹۷ کال راهیسې زموږ د زده‌کړو د لګښت معاش د دولت له‌خوا نه‌دی راکړل شوی، د فوټبال د توپ په څېر له یوه ریاست بل ته او له یوې ادارې بلې ته شوټ کېږو، مرستندویه معاش زموږ قانوني حق دی، خو د نه راکولو له کبله یې د یکشنبې په ورځ په تهران کې د افغانستان د سفارت مخکې لاریون کولو ته مجبور شو."


ښاغلی سلطاني زیاتوي، اوسمهال نږدې ۵۰۰ استادان د ماسترۍ او دوکتورا په برخه کې د تهران په پوهنتونونو کې په زده‌کړو بوخت دي.


دې زده‌کړیالانو دغه شان په یوه لیک کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو ته لیکلي، هغو زده‌کړیالانو ته چې واده یې کړی او په ایران کې د ماسترۍ او دوکتورا په برخه کې زده‌کړې کوي، هره میاشت له ۱۳۰۰ تر ۱۶۰۰ افغانیو ورکول کېږي.


دې لیک کې ویل شوي، مجردو زده‌کړیالانو ته بیا هره میاشت د ایران دولت له‌خوا ۱۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي چې دا پیسې د دې هېواد وضعیت او حالاتو ته په کتو ډېرې کمې دي.




په لیک کې دې ته هم اشاره شوې چې د ماسترۍ او دوکتورا د زده‌کړیالانو لپاره د څېړنې لپاره له ۳۵۰۰ تر ۱۵۰۰۰ افغانیو ورکول کېږي چې ورته بسنه نه کوي.


خو د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت بیا وايي، د زده‌کړیالانو لپاره د زده‌کړو لپاره د مرستې پیسې د هېوادونو په پرتله توپیر لري، خو هغه پیسې چې افغان زده‌کړیالانو ته ورکول کېږي، له ۸۰ـ۱۰۰ ډالرو دي.


د دې وزارت ویاند حامد عبیدي وايي، په ایران کې د ماسترۍ او دوکتورا د هغو زده‌کړیالانو نوملړ چې متسحقین دي، وروستی شوی دی.


په ورته وخت کې د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، د دې زده‌کړیالانو د حقوقو د ورکړې په برخه کې شته ستونزې حل شوي او د راتلوونکې اوونۍ په لومړیو کې به ورته پیسې واستول شي.


هغه زیاته کړه: "ایران ته د بانک له لارې د پیسو د لېږد په برخه کې ستونزې وې او همدا ډول په تګلارو او مقرراتو کې لږ بدلون راغلی دی، اوسمهال د مالیې او لوړو زده‌کړو وزارتونه په چټکۍ کار کوي، څو د روانې اوونۍ په پای او یا هم د راتلوونکې اوونۍ په لومړیو کې دا ستونزه حل شي او زده‌کړیالان خپلې پیسې واخلي."


بل لورته بیا په تهران کې افغان سفیر عبدالغفور لېوال وايي، د دې ستونزې د حل لپاره یې په ځلونو د لوړو زده‌کړو او مالیې وزارت سره اړیکه نیولې او دواړو لوریو ورسره د دې ستونزې د ژر هواري ژمنه کړې ده.


اوسمهال له ایران سربېره، زرګونه افغان زده‌کړیالان په بېلابېلو هېوادونو کې د لسانس، ماسترۍ او دوکتورا په زده‌کړو بوخت دي، چې له دوی یو شمېر وخت ناوخت د خپلو ستونزو یادونه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса