Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

Новости за 25.10.2020

د کابل دشت برچي کې د وروستي ځانمرګي برید قربانیان او کورنۍ

Pa.azadiradio.com 

تېره ورځ د کابل په دشتي برچي سېمه کې د کوثر دانش په نوم د یو ښوونیز مرکز ته څېرمه هغه مهال چې زده کوونکي له زده کړو رخصت شول د یوه ځانمرګي برید ګر په وسیله چاودنه رامنځته شوه چې له امله یې ګڼ زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته. هیلۍ اسد د یو وژل شوې زده کوونکي کورنۍ ته ورغلې ده:

کابل کې د بې اسناده او نامحصول شویو موټرو د ضبط پروسه پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د لیندۍ یا قوس له ۲۷مې پولیس د بې اسناده او نامحصول شویو موټرو د ضبط پروسه پیلوي.  د دغه دفتر د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد نن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د دغو موټرو د ثبت او محصول پروسه له راروانې شنبې پیل او د لیندۍ تر ۲۷مې دوام کوي. هغه زیاته کړه: "که چېرې له دې نېټې وروسته بې اسناده موټر د کابل پر سړکونو یا ولایتونو کې لیدل کېږي، نو د پولیسو له خوا نیول کېږي او ستاسو موټر به پولیسو ته د ګزمو لپاره ورکول کېږي یا به په لیرې پرتو سیمو کې ترې پولیس استفاده... Читать дальше...

د سولې او اوربند په اړه د ننګرهار مېشتو ښځو غږ

Pa.azadiradio.com 

په جلال اباد کې یو شمېر مېرمنو د روانې جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې وینه تویدنه او ورور وژنه بس کړي. دوی د یوه مدني حرکت په ترڅ کې وویل، تر هغې چې اوربند ونه شي نو سولې ته رسېدل ناممکن دي. سهارګل امیرزی پرې راپور لري:

حکمتیار: قطر کې باید نوي حکومت ته د واک پر لېږد او اوربند خبرې شوې وای

Pa.azadiradio.com 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د قطر په مذاکراتو کې یوازې باید نوي حکومت ته د واک پر لېږد او اوربند خبرې شوې وای.  د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې په دوحه کې روان مذاکرات یوازې د ارګ او طالبانو ترمنځ دي.  ښاغلي حکمتیار د پاکستان له سفر وروسته د یکشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی او نور سیاسي ګوندونه چمتو دي چې قطر ته د مذاکراتو جلا پلاوی ولېږي.  هغه زیاته کړه: "موږ او ډېر نور ګوندونه چې د حکومت په پالیسو او سیاستونو اعتراض لري، سوله غواړي او د جګړې مخالف دي، هغوی هم... Читать дальше...

د پکتیا چارواکي: د ترور د یوې  ډلې ۲ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان وايي، د ترور د یوې  ډلې ۲ غړي ووژل شول او یو یې ژوندی نیول شوی دی.   لطف اله کامران رسنیو ته وویل، چې دغه کسان نن ماسپښين په مرکز ګردېز کې د یوه پولیس تر وژنې وروسته د تېښتې په حال کې وو، چې پولیسو په نښه کړل. هغه زیاته کړه: "د برخورد په نتیجه کې دوه نفره ووژل شول او یو نفر مو ژوندی ونیوه، له خپلو ټولو اسبابو او وسلو سره، چې یو میله بې غږه تفنګچه هم ورسره وه." د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان ادعا کوي، چې دغو کسانو په ګڼو بریدونو او جنايي پېښو کې لاس درلود.

د پکتیکا پولیس: ماین چاودنې ۴ ماشومان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د پولیسو ویاند وايي، په مرکز ښرنه کې نن د یوه کور مخې ته د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۴ ماشومان ووژل شول.  شاه محمد ارین رسنیو ته وویل، په وژل شویو کې یوه نجلۍ او درې هلکان دي. هغه زیاته کړه: "له بده مرغه پر وړو ماشومانو یې چاودنه کړې او څلور واړه ماشومان یې ځای پر ځای شهیدان کړي دي." د پکتیکا د پولیسو ویاند وایي وسلوالو طالبانو درې ورځې مخکې دغې کورنۍ ته خبرداری ورکړی وو چې له دې کلي کډه وکړي.  چارواکو نه دي ویلي چې د دې خبرداري علت څه و.   وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.



ولسمشر غني: له ترهګرو شبکو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني ویلي په غزني کې د القاعده شبکې د مهم مشر وژل کېدو ثابته کړه چې د ترهګرۍ ګواښ او له ترهګرو شبکو سره د طالبانو اړیکې لا هم پر خپل ځای دي. دا خبرې نن یکشنبه د ولسمشر په حواله د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې لیکلي دي. د هند نیمه وچې لپاره د القاعده شبکې مرستیال ابومحسن المصري چې د امریکایانو د وژلو لپاره په پلان جوړونې تورن و وژل شوی دی. د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې اف بي ای د معلوماتو له مخې د المصري اصلي نوم حسام عبدالرووف و او په مصر کې زېږېدلی و. Читать дальше...

افغان حکومت: د پروژو د بشپړېدا لپاره د هېڅ هېواد تر فشار لاندې نه راځو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د ایراني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، افغان حکومت د لویو او ملي پروژو د بشپړېدا لپاره دهیچا او د هېڅ هېواد تر فشار لاندې نه راځي.    د ایران د اوبو د تخنیکي کمېټې غړو په خپلو تازه څرګندونو کې د کمال خان بند د جوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې. د دې کمېټې یو غړي تېره ورځ د یوې غونډې پرمهال د دې هېواد د اوبو او انرژۍ وزیر ته په خپلو خبرو کې وايي، د کمال خان بند په جوړېدو دی او که دغه بند جوړ شي هغه اوبه چې ایران ته بهیږي له دې وروسته به دغه اوبه هم بندې شي. Читать дальше...

ارزګان کې ۵۰ بستریز روغتون جوړېږي 

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰ بستریز روغتون جوړېږي. د دغه روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره چې نن کېښودول شوه چارواکي وايي، د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره به ورڅخه استفاد کېږي. په دې اړه نور حال د ترینکوټ څخه د ازادۍ راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

ښايي نن په مینسک کې د لوکاشینکا د واکمنۍ پرضد بیا لاریونونه وشي

Pa.azadiradio.com 

اټکل کېږي چې نن به بیا د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې د الکساندر لوکاشینکا د واکمنۍ پرضد لاریونونه وشي.   نن هغه مهلت پای ته رسېږي، چې اپوزیسیون له واک څخه د لیرې کېدو لپاره لوکاشینکا ته ټاکلی و او ویلي وو که له واکه لیرې نه شي په ملي سطحه به له اعتصابونو سره مخامخ شي.  د بېلاروس د کورنیو چارو وزارت خلکو ته خبرداری ورکړی، په هغو مظاهرو کې چې له مخکې یې اجازه نه وي اخیستل شوې، برخه وانخلي.  وروسته له هغې چې د اګست میاشتې د نهمې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې الکساندر لوکاشینکا، چې له ۱۹۹۴م کال راهیسې... Читать дальше...

نږدې ۲۵۰۰ افغان علماوو د قدرت ترلاسه کولو لپاره روانه جګړه حرامه وبلله

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یو شمېر علما وايي، هېواد کې د قدرت ترلاسه کولو لپاره روانه جګړه حرامه ده.  کابل کې د لویې جرګې تالار کې نږدې دوه نیم زرو راټول شویو علماوو، پر افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ چې دواړه لورې باید په اسلامي حکومت او بهرني ځواکونو پر وتلو هوکړه وکړي او له نورو بې ځایه مواردو تېر شي.  نږدې دونیم زره افغان علما راټول شوي ترڅو د افغان سولې بهېر څخه ملاتړ وکړي او جګړې ښکېلو لوریو ته خپل وړاندیزونه وکړي.  دا دیني علما وايي، په افغانستان کې روانه جګړه چې د قدرت ترلاسه کولو په موخه ده، حرامه... Читать дальше...

بختيار خټک "لټون ميوزک" پروژه ولې پيل کړه؟

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې مو له پېژندلي سندرغاړي بختيار خټک سره د ده د "لټون ميوزک" پروژې په اړه خبرې کړې دي. نوموړی وايي، له خپلو درو هنرمندانو ملګرو سره په ګډه د پښتونخوا پر کليو ګرځي او له سندرغاړو سندرې ثبتوي. د ده په خبره، دا سندرې پر ټولنيزو پاڼو خپروي چې پښتانه له خپلو ولسي سندرغاړو سره اشنا شي. د خټک دا خبرې او دوی جوړې کړې ځينې سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

په کوټه کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسه

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد جلسه په کوټه کې روانه ده او سیاستوالان ورته ویناګانې کوي. انتظامیې د امنیت په موخه په سیمه کې انټرنېټ او د موبایل ټېلېفون خدمات بند کړي او زرګونه سرتېري یې ځای پر ځای کړي دي. اپوزیشن ګوندونو تر دې مخکې په کراچۍ او ګوجراوالې کې هم د حکومت ضد جلسې کړې دي. حکومت وايي، د اپوزیشن مشران له احتسابه د ځان ژغورلو لپاره داسې جلسې کوي. د جلسې تر پیل مخکې زموږ خبریال صمد شبنم ایوب سټیډییم ته ورغلی وو او دا ویډیو یې راستولې.

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف لوبې پرېښودې

Pa.azadiradio.com 

د رزمي سیالیو مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف له دې لوبې سره مخه ښه وکړه.  ده وروسته له دې په سیالیو کې له ګډونه استعفا وکړه چې خپل امریکايي سیال جاستن ګیچي ته‌یې ماتې ورکړه.  محمدوف پرون په دوبۍ کې ګیچي ته ماتې ورکړه او د ۲۹ ځل لپاره‌یې بې له کومې ماتې اتلولي وګټله.    نوموړي د تېرې ورځې د سیالۍ له ګټلو وروسته خپلې دستکشې پر ځمکه کېښودې او ویې ویل له خپلې مور سره د کړې ژمنې په اساس د رزمي سیالیو سره خدای پا اماني کوي.  حبیب نور محمدوف د روان کال د جولای په میاشت کې د خپل پلار د مړینې پر مهال... Читать дальше...

د اټومي وسلو د بندیز لپاره نوی نړیوال تړون عملي کېږي

Pa.azadiradio.com 

د اټومي وسلو د بندیز لپاره د یوه نوي نړیوال تړون عملي کول به د راتلونکې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې لازمي شي. ملګري ملتونه وایي، د اټومي وسلو د بندیز نړیوال تړون عملي کول به درې میاشتې وروسته د راتلونکې جنورۍ میاشتې له ۲۲مې لازمي شي.   دغه خبره ویاند په یوه اعلامیه کې تایید کړې ده. د دغه تړون هوکړه د اکتوبر په ۲۴مه هوندوراس هم تصویب کړه او دا په دې معنا چې نوي ورځې وروسته به لازم الاجرا کیږي.  د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشر پیټر ماورر دا کار د ( بشریت بریا) یاده کړې ده. د تړون د لازمي کېدو... Читать дальше...

کابل کې د کرکټ میلیون لیګ نه ترسره کېدو په غبرګون لاریون وشو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر ځوانانو د کرکټ میلیون لیګ د نه ترسره کېدو په غبرګون کې لاریون وکړ.   دوي نن د کرکټ بورډ په وړاندې مظاهره وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دغه لیګ ترسره کېدو ته باید اجازه ورکړل شي.   مظاهره کوونکو کرکټ بورډ ته ګواښ وکړ که چېري غوښتنې ونه مني نو بیا ځلې به مظاهره وکړي.   له دې وړاندې په خوست ولایت کې هم د کرکټ یو شمېر مینه‌والو د میلیون لیګ په ملاتړ مظاهره کړې وه او له کرکټ بورډه يې غوښتنه کړې وه چې باید دې لیګ ته اجازه ورکړې  د دغه لیګ مشر شاپور ځډراڼ په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د دغه لیګ مخه نیول غیر قانوني کار دی. Читать дальше...

Новости России
Москва

Аналитическое исследование «585*ЗОЛОТОЙ» показало, сколько тратят на обручальные кольца в 2024 году в разных городах России


د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل د فوټسال غوره لیګ سیالیو لپاره پچه اچونه ترسره شوه. د پچې اچونې دا مراسم د لوبډلو د استازو په حضور کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون کې ترسره شول. د افغانستان فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې مسؤل دین محمد صافی وايي، د پچې اچونې په پایله کې شمس مېرازيي، شریفي سپورټ، جوانان میهن، طوفان وزیرآباد، رسنۍ، فیصل شریف، ظاهر اسد، او صداقت په لومړي ګروپ، او دغه شان استقلال، سنايي، دنیا پوهنتون، هما رحمت، ستاره ګان، طاها، امیرخېل او صدیقي دویم ګروپ کې راغلي دي. په دې سالیو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري چې... Читать дальше...

اندرابي: د طالبانو او القاعده ترمنځ لا هم اړیکې شته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د ملي امنیت له‌خوا د القاعده د یوه مهم غړي وژل کېدل، له القاعده تروریستي ډلې سره د طالبانو اړیکې ښيي. مسعود اندرابي پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي، چې د طالبانو او القاعده ترمنځ لا هم اړیکې شته، خو طالبان په دې اړه بېلابېلو اړخونو ته درواغ وايي. د ملي امنیت عمومي ریاست پرون په غزني کې د ابو محسن المصري د وژلو خبر ورکړ. المصري جې په القاعده شبکه کې دویم ځای لري او د امریکايي اتباعو د وژلو لپاره د دسیسو په جوړولو کې د لاس لرلو په خاطر د امریکا د فدرالي... Читать дальше...

'غور کې تر۱۰۰۰کیلوګرامو زیات بېلابېل نشه يي توکي سوځول شوي'

Pa.azadiradio.com 

په غور ولایت کې تر ۱۰۰۰کیلوګرامو زیات بېلابېل نشه يي توکي وسوځول شول.  د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي دغه مواد له ۱۳۹۷لمریز کال راهیسې د غور په بېلابېلو ساحو کې نیول شوي وو.   د غور ولایت امنیه قوماندان وحید اله نظامي نن رسنیو ته وویل: "له ۱۳۹۷ څخه تر ۱۳۹۹ لمریز کاله پورې تر زرو کیلوګرامو زیات مخدره مواد نیول شوي وو، چې نن مو وسوځول او عاملان یې په زندان کې دي." امنیه قوماندان ونه ویل چې د دغو نشه یي توکو په تړاو دقیقاً څو کسان نیول شوي دي.

مسافر: د کندز–تخار لویه لاره د جګړو له امله تړل شوې

Pa.azadiradio.com 

د کندز–تخار په لویه لاره تلونکې مسافر وايي، دا لاره له درېیو ورځو راهیسې د طالبانو او د دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. د کندز د خان اباد ولسوالۍ اړوند د نو آباد په سیمې کې له درې ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه جریان لري او له امله یې د کندز-تخار لویه لاره د خلکو د تګ را تګ پرمخ تړل شوي ده. د خان اباد اوسېدونکی میرویس احمدزی وايي، د دغې لويي لارې تړل کېدو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. هغه زیاته کړه: "کندز-تخار لاره د طالبانو د جګړو... Читать дальше...

کندهار کې په نشو د روږدې مېرمن ستونزمن ژوند

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې په نشو روږده یوه مېرمن له کړاوونو ډک ژوند تېروي. دا مېرمن درملنې ته اړتیا لري چې خپل عادي ژوند ته بېرته ستنه شي. خو په کندهار کې اوسمهال په نشه د روږدو مېرمنو لپاره د درملنې هېڅ مرکز نشته. صادق رښتینی له کندهاره په دې اړه دا ویډیويي راپور برابر کړی:


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

WTA огорчила Елену Рыбакину после турнира в Мадриде






White Queen в честь своего дня рождения организовала вечер в морском стиле

Курс доллара впервые с марта опустился ниже 91 рубля

Музей Победы познакомит с работой почты в годы войны

Лучшая в России. Новую судоверфь для электросудов строят в Москве