Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

د تخار د امنیت امر راز محمد دوراندېش د طالبانو په برید کې ووژل شو

0
د تخار امنیتي چارواکو تأیید کړه چې د دغه ولایت د امنیت امر راز محمد دوراندېش د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.


د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر له رسنیو سره په خبرو کې یوازې د راز محمد دوراندېش وژل کېدل تأیید کړي او نور یې جزئیات نه‌دي شریک کړي.


د تخار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې بېګا د بهارک ولسوالۍ په سپين جومات کلي کې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو نښته کړې او په راز محمد دوراندېش سربېره‌یې یو شمېر نور افغان پولیس هم وژلي دي.


دوی ویلي چې په نښتو کې د پولیسو زرې موټر او رنجرې سوځول شوي او یو شمېر د طالبانو لاس ته لوېدلي.


چارواکو د خلکو د دغو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.


طالبانو هم تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса