Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2020

پکتیا کې خښ شویو ماینونو تېرو ۶ میاشتو کې ۶۷ ملکیان وژلي

0
پکتیا کې چارواکي وایي چې ۶۷ ملکیان تېرو شپږو میاشتو کې د خښو شویو ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي. 


دغلته سرپرست امنیه قوماندان لطف‌الله کامران نن د امنیتي ځواکونو یوې غونډې ته وویل، دغه ماینونه د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ایښودل شوي دي. 


کامران وایي، دې موده کې نږدې پنځه نیم سوه ماینونه خښ شوي چې ډېره برخه‌یې شنډ شوي دي. 


ښاغلی کامران زیاتوي: "۵۴۳ ماینونه ایښودل شوي دي، ۷۶ ملکي کسان دغو ماینونو کې شهیدان شوي دي او  ۱۸۴ نور ټپیان شوي دي." 


د کامران په خبره، وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. 


طالبانو تر اوسه د چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса