Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2021

د کابل هوايي مېدان لپاره د ترکيې پوځ د ممکنه پاتې کېدو په اړه د طالبانو خبرداری

0
 د طالبانو استازو ترکيې ته خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې ځواکونه پاتې نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې انقرې اعلان کړی چې د کابل هوايي ډګر چې رسمي نوم یې حامد کرزی نړيوال هوايي مېدان دی، د ساتنې لپاره د ځواکونو په پاتې کولو غور کوي.  




د مې له لومړۍ نېټې له کله نه چې امريکايي ځواکونو له افغانستانه وتل پېل کړي دي نو  طالبانو د افغانستان د ۴۲۳ ولسواليو دريمه برخه نيولې او د افغان حکومت د ممکنه سقوط په اړه یې اندېښنې موندلې دي.


 دې حالاتو د جولای په ۱۳ مه افغان ولسمشر اشرف غني دې ته اړ کړ چې د افغانستان شمال ته سفر وکړي او پر ځمکه امنيتي حالات وګوري.


په افغانستان کې په ناټو کې د ترکيې پوځي دسته د کابل هوايي مېدان امنيت ساتنه او د هوايي ميدان بنيادي خدمات مخې ته وړي او دا له دې کبله ډېر ستراتژيکي ارزښت  لري چې په بېړنيو حالاتو کې له افغانستانه د چارواکو او ديپلوماتانو د وتو لپاره يوازينۍ بېړنۍ لار ده.


انقره وايي چې له افغان حکومت او واشنګټن سره يې په کابل هوايي ډګر کې د ځواکونو پاتې کولو خبرې روانې دي تر څو له افغانستانه د بهرنيوو ځواکونو تر وتلو روسته دا مېدان فعاله وساتل شي. طالبانو د جولای په ۱۳ مه بيان کې ويلي دي چې د ترکي مشرتابه پريکړه ناسمه مشوره ده او په وينا یې چې ترکي خپله قبضه غځوي نو ځکه دا ډله چمتو ده چې پر دې مسله جګړه وکړي.  


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса