Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

په هلمند کې ۳ ترافیکو پېښو یو تن وژلی او ۱۰ نور یې ژوبل کړي

0
په هلمند کې د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، دغه ولایت کې د تېرو ۲۴ساعتونو پر مهال په درېیو ترافیکي پېښو کې یو کس مړ شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.  


د هلمند د اطلاعاتو کلتور په ریاست کې د باختر اژانس مدیر مولوی بخت محمد مزمل نن سې شنبه (د سلواغې ۱۲مه) ازادي راډيو ته وویل، تېره ورځ  ګرشک، باباجي، نهرسراج ولسوالیو کې ۳ترافیکې پېښې شوي دي. 


مزمل وايي: "تېره ورځ ناوخته د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه موټرانه سره جنګیدلي و چې اته تنه یې ژوبل کړي وو، همداراز  د باباجي ولسوالۍ په لوی مانده سيمه کې یو رنجر موټر اوښتی چې پرمهال یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي، خو په نهرسراج ولسوالۍ کې هم ترافیکې پېښه شوې چې چاته یې زیان نه دی اړولی." 


ښاغلي مزمل داونه ویل چې وژل شوی کس طالب وسله والو دی او که ملکي کس.


مولوی بخت محمد مزمل وایي، ټپیان د دغه ولایت بُست او ګرشک ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي او حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. 


دا لومړی ځل نه دی چې دغه ولایت کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳ ترافیکې پېښې رامنځته کیږي، تردې وړاندې هم ګرشک، هرات د لویې لارې ترڅنګ په ګرمسیر او ځینو نورو ولسوالیو کې هم داسې ترافیکې پېښې رامنځته شوي چې خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса