Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

Новости за 31.01.2022

وېسټ انډیز د هند په وړاندې د سیالیو لپاره خپله نارینه لوبډله اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

د وېسټ انډیز کرکټ بورډ سلېکشن کمېټې د یکشنبې ورځې ناوخته د هند په وړاندې د راتلونکو درېیو شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د وېسټ انډیز نارینه لوبډله اعلان کړه. د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې وېسټ انډیز د فبرورۍ له شپږمې تر ۲۰مې هند ته په سفر کې له هندي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزه سیالۍ ترسره کړي. د معلوماتو پر بنسټ، درې شل اوریزې لوبې به د فبروري مياشتې په ۱۶ مه، ۱۸ مه او ۲۰ مه نېټه د کلکتې په( ایډن ګارډن ) لوبغالي کې ترسره شي، خو له هغې وړاندې به د درې یو ورځنیو... Читать дальше...

د اوزلوبې لیګ درېیم‌ پړاو سیالۍ په کب مياشت کې پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

د اوزلوبې لیګ درېیم‌ پړاو پچه‌ اچونه تېره ورځ رسماً د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون په تالار کې وشوه.  د طالبانو د بدني روزنې او ورزش رياست په خپل فېسبوک پاڼه ليکلي چې د اوزلوبې لیګ درېیم پړاو کې په څلورو ګروپونو کې  شپاړس لوبډلې لوبې کوي.   د دې رياست د معلوماتو پر بنسټ،  ياد ليګ د کب مياشتې په لومړيو کې په کابل کې پيليږي چې لومړنۍ لوبه به د سرپل او سمنګان لوبډلو ترمنځ وي.   یاده دې وي چې د لوبو په دغه پړاو کې د بدخشان، سرپل، سمنگان، کابل، لوګر، بلخ، نورستان، بغلان، پنجشېر، فاریاب، کندز او بامیانو ولايتونو لوبډلې ګډون کوي.

فرانسه: د بورکینا فاسو سره په ګډه مو ۶۰ تروریستان د محاربې له لیکو ایستلي 

Pa.azadiradio.com 

فرانسه وايي چې ځواکونو یې د بورکینا فاسو له پوځ سره د ګډو عملیاتو په ترڅ کې شااوخوا ۶۰ تروریستان د محاربې له لیکو ایستلي دي.  د فرانسې پوځ پر ټویټر یوه بیان کې چې بېګا خپور شو ویلي دي چې دا عملیات د روانې جنوري میاشتې د ۱۶ او ۲۳ مې ترمنځ له مالي سره د بورکینا فاسو په سرحد کې ترسره شوي دي. په بیان کې یادونه شوې چې دا وسله وال د محاربې له لیکو اېستل شوي خو په دې اړه یې جزئیات نه دي ورکړي چې ایا دا کسان وژل شوي که نیول شوي دي.  په بیان کې یادونه شوې چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د بورکینا فاسو او... Читать дальше...

د طالبانو پر رسمیت پېژندلو غور ته د بایډن شین څراغ؛ مارک فریریکس خوشې کړئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وايي، مخکې تر دې چې طالبان دا تمه ولري چې د هغوی د رسمیت پېژندنې په ارمان غور وشي، باید مارک فریریکس سم‌لاسي خوشې کړي. مارک یو پخوانی متقاعد نظامي انجینر دی چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۳۱مه، په خوست کې هغه مهال چې د بیارغونې په چارو کې بوخت و، وتښتول شو. سپینۍ ماڼۍ د ښاغلي بایډن له قوله یوه اعلامیه لیکلي، د مارک د خوشې کېدو په اړه هېڅ ډول معامله او مذاکره د بحث وړ نه ده. اعلامیه کې زیاته شوې" مارک هېڅ کوم غلط کار نه‌ دی کړی، خو بیا هم دوه کاله کېږي چې د طالبانو په بند کې دی. Читать дальше...

چین: د المپیک له کډونوالو سره تماس لرونکو کې مو د کرونا ۳۷ موارد موندلي

Pa.azadiradio.com 

په چین کې چارواکو اعلان کړی چې د ژمني المپیک له کډونوالو سره په تماس لرونکو خلکو کې یې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ۳۷ نوي موارد موندلي دي.  دا د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو په ورځني شمېر کې چې مخکې ۳۴ و، زیاتوالی ښيي.   په پېکېنګ کې د را روان ژمني المپیک د کمیټې مسؤلو چارواکو بېګا وویل چې په نویو ۳۷ مواردو کې ۲۸ هوايي ډګر ته رارسېدلي کسان دي. د دوی په وینا په دې ډله کې اته تنه په ژمني المپیک کې ګډونوال ورزشکار لوبغاړي یا د ټیمونو چارواکي دي. د ژمني المپیک لوبې د فبروري په ۴مه نېټه پیلېږي او د فبروري تر ۲۱ مې پورې دوام کوي. Читать дальше...

په روسیه کې د کرونا وبا له پیل راهیسې د مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شوی

Pa.azadiradio.com 

روسي چارواکو نن په دې هېواد کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له ۱۲۴ زرو د زیاتو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړ.   د کرونا د وبا له پیله دا په روسیه کې په یوه ورځ کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو تر ټولو لوړه شمېره ده. د روسيې روغتیايي چارواکو همداراز په ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له وجې د ۶۲۱ کسانو د مړینې خبر ورکړی.

د پوهنتونونو د بیا پیل اعلان؛ د نجونو پر مخ به یې دروازې پرانیستل شي؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني پرون په یوه ویډیو کې په ټول افغانستان کې د پوهنتونونو د پیل خبر ورکړ، خو په خبرو کې یې پوهنتونونو ته د ښځینه محصلانو د تلو هېڅ یادونه و نه کړه.  زرغونه یوسفزۍ د کابل پوهنتون د اروا‌پوهنې د لومړي کال محصله ده. هغه چې څو میاشتې په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو سره سم، په کور شوه.  زرغونه خوښه ده چې پوهنتونونه بیا پیلېږي خو وايي، د طالبانو د حکومت له‌خوا په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې د ښځینه محصلانو هېڅ یادونه نه ده شوې او وېرېږي چې پوهنتون ته د تګ اجازه به ور نه کړل شي. Читать дальше...



پنجشېر کې پخواني حکومتي کارکوونکي کانونو کې کار کولو ته اړ شوي

Mashaalradio.com 

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د هېواد د پخواني حکومت کارکوونکو کورنی اقتصاد خراب شوی دی. په پنجشېر کې ځینې پخواني سرتېري او ښوونکي اوس په کانونو کې کار کوي او په زمردو پسې ګرځي. دوی وايي، تنخاګانې نه لري او د اسانتیاوو نشتوالي له وجې له ستونزو سره مخامخ دي. نور د اژانس فرانس پرېس په ویډیويي رپورټ کې.

د ماشومانو د ملاتړ اداره: ۶۰ سلنه افغان ماشومان روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې تازه خپره کړې خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې او ویلي دي، د دوی موندنې ښيي چې دا مهال ۶۰ سلنه افغان ماشومان د ناسم کورني اقتصاد له امله روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري. دغې نړیوالې ادارې ویلي، اوس مهال ګڼ شمېر افغان ماشومان خوار ځواکه او سینه و بغل دي چې د مړینې کچه یې هم لوړه شوې ده. د دغې ادارې معلومات ښيي چې په تېره ډسمبر میاشت کې ۱۳۵ ماشومان له سینه بغل او ۴۰ نور د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي. دې راپور کې ویل شوي افغانستان کې ډېر شمېر روغتونونه او روغتیايي... Читать дальше...

پاکستان افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ په برخه کې ځینې اسانتیاوې رامنځته کوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان هوکړه کړې چې افغان سوداګرو ته به د سوداګرۍ په برخه کې ځینې اسانتیاوې رامنځته کوي.   د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې د دې خونې مسؤلینو کابل ته د پاکستان د امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ پلاوي سره په لېدنه کې د دې او ورته نورو مسایلو په اړه خبرې کړي دي.   په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د راکړې ورکړې په یوې اسانه تګلارې، د افغانستان په ۱۸ قلمه صادراتي توکو د پاکستان له خوا د تعرفو معافول، د کرنې په برخه کې له افغانستان... Читать дальше...

د ازادي راډیو شلمه کلیزه؛ د همکارانو سره بنډار او خاطرې

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو د خپرونو شل کلونه پوره شول. ازادي راډیو د افغانستان د مولټي میډیا د مخکښې رسنۍ په توګه د خپلو خپرونو درېیمه لسیزه پیل کړه. موږ څنګه تر دې ځایه را رسیدلې یوو؟ ملالۍ بشیر د ازادۍ راډیو د شل کلن یون د لوړو ژورو په اړه له یو شمېر همکارانو سره بنډار کړی. دا بنډار دلته کتلی شئ.

د طالبانو حکومت وايي د ټاپي پروژې چارې به را روان پسرلي کې عملاً پیل شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، د ټاپي پروژې چارې به د راتلونکي کال پسرلي کې عملاً پیل شي.   د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې د دې سترې پروژې ټولې تخنیکي او لوژیستکي چارې بشپړې شوي او عملي چارې به يې هم ژر پیل شي.   د نوموړي په خبره، د افغانستان له لوري د دې پروژې د عملي کېدو لپاره ټول چمتوالی نیول شوی.   له دې وړاندې شااوخوا درې اوونۍ مخکې د ترکمنستان هېواد یو پلاوی هم کابل ته په سفر کې د دې پروژې د ښه همغږۍ په موخه د طالبانو حکومت له اړوندو چارواکو سره لېدنې کړې وې. Читать дальше...

پاکستان: د اسانتیاوو زیاتولو لپاره له طالبانو سره د همغږۍ مېکانیزم جوړوو

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت وايي له طالبانو سره یې موافقه کړې چې د پولو په عبوري سیمو کې د اسانتیاوو د زیاتولو لپاره په ملي کچه د همغږۍ مېکانیزم رامنځته کړي.  په دې اړه د پاکستان اطلاعاتو وزارت په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا موافقه کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف په وروستي سفر کې ترلاسه شوې. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف شنبه او یکشنبه کابل کې و او هلته یې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ولیدل.  د اعلامیې له... Читать дальше...

د خوست رسنیز مسؤلین:که د رسنیو اقتصادي ستونزې حل نه شي فعالیت به یې ودریږي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د سیمه ییزو رسنیو خبریالان او کارکوونکي وايي، د طالبانو حکومت دې د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حلولو او پر وخت مالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ورسره مرسته وکړي. دوی زیاتوي، رسنۍ په افغانستان کې د وروستیو شلو کلنو له مهمو لاسته راوړنو دي او که اقتصادي ستونزې يې حل نه شي، تر ډېره وخته خپل فعالیتونه روان نه شې ساتلی. خوستي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي داسې مهال د رسنیو د راتلونکې په باب انديښنه څرګندوي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ځینو سیمه ییزو رسنیو د اقتصادي ستونزو له کبله سقوط کړی. Читать дальше...

متحده عرب امارات: د حوثي یاغیانو توغول شوی بالیستیک میزایل مو ویجاړ کړ

Pa.azadiradio.com 

متحده عرب امارات وايي چې په یمن کې یې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو له خوا توغول شوی بالیستیک میزایل ویجاړ کړی دی.   دا د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف د غړو هېوادونو په وړاندې د توغندیو د توغولو د لړۍ وروستۍ پېښه ده. دغه ائتلاف له کلنو راهیسې د حوثي یاغیانو پر خلاف جنګېږي.   د اماراتو دفاع وزارت نن دوشنبه وویل چې په پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د توغندي ټوټې پر داسې ساحه لوېدلي چې خلک په کې نه اوسي.   دا پېښه داسې مهال کېږي چې د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرځوګ متحده عرب اماراتو... Читать дальше...

کله مو ګاډی په هوا کې په الوت لیدلی؟

Mashaalradio.com 

په سلوواکیا کې یوه شرکت په هوا کې د ګاډي د پرواز ازموینه کړې. د کلاین وېژن په نوم د کمپنۍ مشر وايي، تر ډېرو تجربو وروسته د دې جوګه شو چې په هوا کې د ګاډي د الوت د وړتیا سند ترلاسه کړي. د هغه په خبره، د هوايي ګاډي ټېکنالوژي د اروپايي ټولنې د هوايي چلند د خوندیتوب ادارې له قواعدو سره سمه ده. په هوا کې ګاډی څنګه الوځي؟ دا د اسوشيېټېډ پرېس اژانس په ویډیويي رپورټ کې لیدلای شئ.

د ولسي جرګې په ۱۶ دوره کې د لغمان استازی: طالبانو  په مهترلام کې زما کور ته اور اچولی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې په شپاړسمې دوره کې د لغمان د خلکو استازی نقیب الله محبت ادعا کوي چې طالبانو  په مهترلام ښار کې د هغه کور ته اور اچولی دی، هغه ادعا چې طالبان یې ناسمه یادوي. ښاغلي محبت ازادي راډیو ته د یو شمېر ویډیوګانو په لېږلو سره دا ادعا کړې چې د جمعه په ورځ شااوخوا د شپې دوه نیمې بجې طالبانو مهترلام ښار کې د ده کور محاصره کړی. نوموړی وایي چې د دې پېښې په مهال هغه او کورنې یې کابل کې وه خو یوه لور یې په کور کې وه چې په پېښه کې ورته کوم زیان نه دی رسیدلی.   ښاغلي محبت وویل چې هغه په... Читать дальше...

Новости России
Москва

Лучшей певицей жанра поп-опера по версии премии WOMAN AWARD стала Натали Орли


طالبان وایي د دولتي ورځپاڼو چاپ بېرته پیل او ټولې د پخوا په شان چاپیږي

Pa.azadiradio.com 

د اګست له پنځلسمې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د نېږدې ټولو خپلواکو ورځپاڼو د چاپ بهېر په تپه درېدلی دی.   د دغو ورځپاڼو او نشریو یو شمېر مسؤلان وایي، اقتصادي ستونزې او سیاسي بدلونونه د دې لامل شوي چې چاپي رسنۍ خپل فعالیتونه ودروي.   د هشت صبح ورځپانې مسول چلونکی مجیب مهرداد :" هغه رسنۍ چې اوس افغانستان کې دننه فعالیت کوي له شدیده سانسور سره مخ دي. طالبان رسنۍ ګواښي؛ یو لامل هم دا دی چې د چاپ بهېر یو لګښت لري خو موږ دغه لګښت اوس نه لرو او له بده مرغه چې موږ اړ شوو چې کابل کې خپل... Читать дальше...

بایډن له طالبانو د امریکا د ساختماني انجنیر د خوشې کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن پرون له طالبانو د امریکا د برمته شوي ساختماني انجنیر او قراردادي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.   په کابل کې د مارک فریریکس په نوم د دغه امریکايي وګړي د برمته کېدو دوه کاله پوره شول.   ویل کېږي، دغه امریکايي وګړی ښايي په طالبانو پورې د تړلې ډلې، حقاني شبکې په ولکه کې وي، خو طالبانو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي.   سپینې ماڼۍ پرون د ولسمشر بایډن په وینا ویلي، د امریکا د یوه بې ګناه وګړي خوندیتوب ته ګواښ پېښول د منلو وړ نه دي.  ولسمشر بایډن له طالبانو غوښتنه... Читать дальше...

چین له افغانستان سره د ۵ سوه ټنه خوراکي موادو مرسته کړې 

Pa.azadiradio.com 

چین له افغانستان سره د پنځه سوه ټنه خوراکي موادو مرسته کړې ده. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په خپل ټوېټر لیکلي چې د چین دا مرسته یکشنبه له شینجینانګه په ریل ګاډي کې بار او د افغانستان په لور رهي شوه. هغه زیاته کړې چې په دې پنځه سوه ټنه مرستو کې غنم، بوره، غوړي او د کچالو د پروسس ماشینونه شامل دي.  سفیر وانګ ژمنه کړې چې د راتلونکې میاشتې په سر کې به هم د غنمو په شمول د خوراکي موادو د مرستو یوه بله محموله هم افغانستان ته واستول شي.

د افغان- جاپان روغتون د تمویل تړون ختم شوی او چا تر اوسه نه دی غځولی.

Pa.azadiradio.com 

د افغان- جاپان روغتون د تمویل تړون ختم شوی او چا تر اوسه نه دی غځولی. دا خبره په کابل کې د کرونا د ناروغانو د دغه لوی روغتون مشر ډاکتر زلمي رښتیني بېګا ازادي راډیو ته وکړه. هغه اندېښنه وښوده چې که مرستندویه ادارې روغتون تمویل نه کړي نو د کرونا د ناروغانو درملنه به ستونزمنه شي. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې یکشنبه په افغانستان کې د کرونا ۱۲۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې یو کس مړ شوی دی. روغتیاپالانو مخکې هم شکایت کړی و چې عامې روغتیا وزارت د کرونا د نوې بڼې اومیکرون... Читать дальше...

طالب چارواکي: ننګرهار کې یو کس د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وایي چې د دغه ولایت یو اوسیدونکی یې پرون د سړي تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی. دا خبره د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي په یوه غږیز پیغام کې ازادي راډیو ته کړې ده. زابلي وویل:" د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ مجاهدینو په بهسود ولسوالۍ کې د اختطافچیانو په یوه پټنځای عملیات وکړل. په نتیجه کې متاسفانه چې سړي تښتوونکي وتښتېدل خو د هغوی له منګولو نه یو کس چې احمد شاه نومیږي وژغورل شو. احمد شاه داسې حال کې وژغورل شو چې لاس او پښې یې تړلې وو او بې هوښه وو." زابلي... Читать дальше...

کرکټ؛ له نولس کلنو کم عمره لوبډله سبا له انګلستان سره مخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره ملي ټيم سبا د نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې له انګلستان سره مخ کېږي. د نولس کلنو نه د کم عمره کرکټ ټیمونو نړیوال جام د کربین ټاپوګانو په کوربه توب روان دی. افغانستان او انګلستان سې شنبه د کابل په وخت ماښام پنځه نیمې بجې د انتیګا په سر ویو ریچارډ سټډیوم کې سره مخ کېږي. افغان لوبډلې نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره د سر دوه لوبې له زیمبابوې او پي ان جي وګټلې او په منځلوبه یا کوارټر فاینل کې یوه خورا حساسه لوبه له سرېلانکا وګټله. د انګلستان ټیم بیا... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Арина Соболенко призналась в том, что не любит женский теннис






"Нет средств для защиты от такого удара". США признали свою беспомощность перед Россией

Подмосковные ученики победили на всероссийской школьной олимпиаде

Полиция проверит задержки возврата денег клиентам криптобиржи Beribit

Более 1,6 тысячи жителей Пушкинского написали «Диктант Победы»