Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

روسیه کې روڼ اندي کرملېن ته: د اوکراین پر وړاندې د جګړې مخه ونیسئ

0
له ۲ زرو زیاتو روس روڼ اندو چې په کې د بشري حقونو مشهور فعالان هم شامل دي، له کریملینه غوښتي چې د اوکراین په وړاندې دې د دوی په خبره د یوې غیراخلاقي، غیرمسؤلانه او جنایت کارانه جګړې د پیلېدو مخه ونیسي. 


دغه څرګندونې په دې وروستیو کې د روسیې د روڼ اندو کانګرس په یوه خپره کړې اعلامیه کې کړي دي.  


پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه د مخ په زیاتېدونکو اندېښنو په ترڅ کې دغه روس روڼ اندي او د بشري حقونو فعالان له کریملینه دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې په سیمه کې د راپورته شوي کړکیچ د هواري لپاره ډیپلوماتیکي هڅې ګړندۍ شوې دي. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن پر ټلیفون د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره خبرې وکړې.  


دا به له تیرې اوونۍ راهیسې چې واشنګټن په لیکلي بڼه د مسکو امنیتي غوښتنو ته ځواب ورکړ، د بلېنکن او لاوروف ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې وي چې ترسره کېږي. 


له دغو خبرو مخکې په واشنګټن کې د روسیې سفارت نن وویل چې مسکو به د متحدو ایالاتونو د بندیزونو ګواښونو ته په ګونډو نه شي. 


په عین حال کې ټاکل شوې وه چې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن نن مخکې له دې چې د اوکراین پلازمېنې کیف ته لاړ شي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي خو د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن وویل چې له ښاغلي جانسن سره به دغه خبرې نن ونه شي خودا یې رد نه کړه چې یو بل وخت به د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې نه کېږي.   


ټاکل شوې چې ښاغلی جانسن به نن کیف ته لاړ شي او د اوکراین له چارواکو سره به پر دې خبرې وکړي چې په څه ډول کېدای شي پر اوکراین د روسیې د برید مخه ونیول شي.


د هغه دفتر ویلي چې دغه سفر به د ورځې په جریان کې ترسره شي. 


جانسن په یوه بیان کې ویلي چې بریتانیا به د یوه ملګري او ډموکراتیک شریک په توګه د اوکراین د ملي حاکمیت ملاتړ وکړي. 


روسیې له سل زرو زیات سرتیري له اوکراین سره په پوله ځای پرځای کړي دي.


مسکو وایي، نه غواړي پر اوکراین برید وکړي خو لوېدیځ د روسیې یوه احتمالي برید ته اندېښنه لري. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса