د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د فبرورۍ پر اوومه مشال راډيو ته په خپل يو استولي پيغام کې ويلي چې د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور چې په کې ادعا شوې چې افغانستان کې د بهرنیو ډلو فعالیت ډېر شوی، په کلکه ردوي.