عمران خان د تیلو او بجلۍ نرخونو کې کمی او مياشتنۍ وظيفو کې زياتوالی اعلان کړ
نوموړي زياته کړه چې په دې نرخونو کې به تر راتلونکي بجټ يعني څلورو مياشتو پورې اضافه نه کېږي.
عمران خان پر دې مهال د روس او اوکراين شخړې ته په اشاره وویل چې کله جنګ کېږي نو د تیلو نرخونه زیاتیږي خو د هغه په وينا "په پاکستان کې د خلکو تر ټولو لویه ستونزه د تیلو نرخونه دي او که په دې کې اضافه وشي نو پر خلکو به بار نور زیات شي."
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر ۱۵مه د تیلو د یو لیټر نرخ څه د پاسه ۱۲ روپۍ او د فبرورۍ پر ۱۳مه بيا د بجلۍ په یو یونټ نرخ کې د درې روپيو اضافه وشوه.
عمران خان د بېګانۍ وینا پر مهال تر "احساس پروګرام" لاندې له غریبو کورنیو سره میاشتنۍ مالي مرستې له ۱۲،۰۰۰ څخه ۱۴،۰۰۰ روپيو ته زیاتې کړې او د ۱۴م پاس يا د لسانس سند لرونکو بېروزګاره هلکانو او نجونو لپاره یې د مياشتې پر سر د ۳۰،۰۰۰ روپيو اعلان وکړ. نوموړي په وينا کې د خپل حکومت لخوا ولس ته د ورکړل شویو یو شمېر نورو سهولتونو یادونه هم وکړه.
وزيراعظم دا مراعات په داسې حال کې اعلان کړي چې حکومت مخالفه ګوندونه د هغه د استعفا غوښتنه کوي او د نوموړي پر ضد يې لاريونونه او احتجاجونه روان کړي دي.
عمران خان پر دې مهال د پاکستان د برېښنايي جرمونو د مجازاتو په قانون (پرېوېنشن اف الېکټرانک کرایمز ایکټ یا پېکا) کې د بدلون دفاع وکړه او وې ویل چې د دې په ترڅ کې به پر ټولنیزو رسنیو د دروغو خبرونو خپرولو او د خلکو د سپکاوي مخنیوی وشي.
بلخوا خبریالان، مدني فعالان او حکومت مخالفه ګوندونه په دې قانون کې د بدلون مخالفت کوي او دا د حکومت مخالفو غږونو غلي کولو هڅه بولي.
