Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

ملګري ملتونه په اوکراين کې د جګړې درولو لپاره قرارداد وړاندې کوي

0
د یو شمېر هېوادونو سفیرانو د ملګرو ملتونو د هغه قرارداد وړاندې کولو ملاتړ کړی چې د راپورونو له مخې پکې له روس څخه په سمدستي توګه په اوکراین کې د جګړې درولو، د خپلو عسکرو د ویستلو او ژر تر ژره د دغې شخړې د یو پرامنه حل غوښتنه شوې.

د ملګرو ملتونو دغه غونډه پرون (فبرورۍ ۲۸مه) پيل شوې ده او دا تر تېرو دوو لسیزو په زیات وخت کې د ۱۹۳ غړیو هېوادونو دغه سازمان لومړنۍ بیړنۍ غونډه ده.


دغې غونډې ته، چې د جنګ د اغېزمنو لپاره د یوې دقيقې تر خاموشۍ وروسته پيل شوه، د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرش وویل چې په اوکراین کې جنګ باید ودرول شي. پر دې مهال په ملګرو ملتونو کې د اوکراین سفیر سرګي کيسليتسیا وویل، که اوکراین ونه ژغورل شي نو نړیوال امن به هم پاتې نه شي.




د دغه قرارداد ملاتړ کوونکي د ۱۰۰ رايو د ترلاسه کولو هیله لري. نن (مارچ لومړۍ نېټه) به د ملګرو ملتونو غونډه بیا کېږي.


روانه اونۍ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسيې داسې یو قرارداد ويټو کړ.


د شخړې د هواري لپاره خبرې

د جنګ درولو لپاره د ملګرو ملتونو دغه غونډه تر هغه وروسته پيل شوې چې پرون (فبرورۍ ۲۸مه) د اوکرایني ولسمشر دفتر وويل چې یو حکومتي پلاوی له روسیو استازو سره د خبرو لپاره د بېلاروس پولې ته رسېدلی دی.


د وولودیمیر زېلېنسکي دفتر په بیان کې وویل، په پلاوي کې یې د نورو چارواکو ترڅنګ د دفاع وزیر اولېکسي رېزنېکوف او د ولسمشر سلاکار مېخایلو پدولیاک هم شامل دي.


کییف وايي، له روسي پلاوي سره د اوکراین او بېلاروس پر پوله له مخکینیو ټاکلیو شرطونو پرته خبرې کوي.


د دواړو پلاوو ترمنځ دا خبرې پرون بې نتیجې پای ته ورسېدې خو دواړو لورو موافقه وکړه چې راتلونکو ورځو کې به بیا خبرې ترسره کړي.


پر اوکراین د حملې په اړه د پوتین دریځ

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي. ده وویل چې دغه ګام یې د اوکراین له خوا د ورپېښو "خطرو" په ځواب کې پورته کړی.


روسي ولسمشر پر اوکراین د حملې د اعلان پر وخت ویلي ول چې د "ځانګړو" عملیاتو موخه، ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاکول" دي.


پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.


پوتین د تېر کال له پای راهیسې اوکراینۍ پولې ته نېږدې زرګونه سرتېري ځای پر ځای کړي ول او له امریکا او ملګرو څخه یې په ناټو اتحاد کې د اوکراین نه شاملولو ترڅنګ پراخ امنیتي ضمانتونه غوښتل چې واشنګټن رد کړل.


روسيه پر اوکراین یرغل ته د ځانګړو پوځي عملیاتو نوم ورکوي او وایي چې دغه ګام یې د اوکراین په ختيځو سیمو کې د خپلو روسي نژادو د ژغورنې لپاره پورته کړی دی.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса