Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د ترهګرۍ وېره، د کوټې ښار تعلیمي ادارې دوې ورځې تړل شوي

0
د بلوچستان حکومت د ترهګرۍ د ممکنه حملو له وېرې په مرکز کوټه ښار کې تعلیمي ادارې د دوو ورځو لپاره تړلې دي.

د مارچ پر ۱۵مه د بلوچستان د کورنيو چارو وزارت لخوا په خپور شوي یو بيان کې راغلي چې د ښار په مهو ځايونو کې د وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (مجيد برېګېډ) لخوا د حملو دړکې دي چې له وجې يې هغوی د مارچ پر ۱۷مه او ۱۸مه، په کوټه ښار کې ټول سرکاري او شخصي سکولونه، کالجونه او پوهنتونونه تړلي دي. له همدې وجې پر ټاکلو نېټو د نهم او لسم ټولګيو کېدونکي ازموينې هم ځنډول شوي دي.




د بلوچستان د امتحاني بورډ مرستیالې مشرې سعدیه فاروقي ویلي دي چي پر کوټې سربېره د صوبې په نورو برخو کې به امتحانونه د معمول مطابق روان وي او په کوټه کې د ځنډول شويو پرچو دوباره اخيستو نېټه به وروسته اعلانوي.


له دړکو وروسته د کوټې په سول سېکرېټېریېټ، ریلوې سټیشن، بازارونو او نورو مهمو ځايونو کې د پوليسو او سرحدي عسکرو څار زيات کړل شوی دی.


د کورنيو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوي بيان کې، د کوټې کمېشنر، مرستيال کمېشنر او پوليسو ته ويل شوي چې ښار ته داخلېدونکو او وتونکو لارو دې سخت امنېتي ګامونه پورته کړي. بل خوا د ځوان ډاکټرانو اتحاديې خپل د مارچ د ۱۷مې نېټې احتجاج هم ځنډولی دی.


د ځوانو ډاکټرانو اتحاديې له خوا د مارچ پر ۱۷مه جاري شوي بيان کې، له ډاکټرانو او پیرامېډيکل سټاف څخه غوښتنه شوې چې خپل امنیت ته دې پام وکړي او د احتجاج لپاره به نوې نیټه وروسته اعلان کړل شي.




د مارچ پر ۱۵مه د پولیسو له خوا په جاري شوې ېوې خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې د بلوچ لېبرېشن ارمي (مجید بريګېډ) ډلې له لوري د کوټې په سرکاري ودانیو او مهمو ځایونو د حملو دړکې دي. دغه ډول په قلات او مستونګ کي هم د ناوړه پيښو د رامخې ته کيدو وړاندوینه شوې ده.


وسله والې ډلې بلوچ لېبرېش ارمي (مجید برېګېډ) ډلې، تر دې دمه، د کوټې په سرکاري ودانیو او مهمو ځایونو د دړکو په اړه څه نه دي ويلي.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса