Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

سپينه ماڼۍ: چين به د روسي يرغل په ملاتړ د هر اقدام ذمه وار وي

0
سپينې ماڼۍ اعلان کړی چې امريکا به پر چين فشار راوړي چې پر اوکراين د روسيې په يرغل کې له هغه هېواد (روس) سره مرسته ونه کړي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر اينتني بلېنکن د مارچ پر ۱۷مه په یوه خبري غونډه کې وويل چې ولسمشر جو بایډن به نن (مارچ ۱۸مه) د چين له ولسمشر شي جن پينګ سره ټېليفوني خبرې کوي او دا به ورته روښانه کړي چې چین به د هر هغه اقدام ذمه وار وي چې د روسیې جارحيت په ملاتړ يې ترسره کوي او امريکا به په دې هکله له متقابل اقدام نه ډډه ونکړي.




د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي.


پر اوکراین تر حملې وروسته امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې د یوشمېر نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ او ملګرو ملتونو سمدستي د جګړې درولو غږ وکړ.


د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د مارچ پر ۱۷مه د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د خبرو په اړه وويل چې بایډن او شي به د امريکا او چين ترمنځ د اقتصادي سیالۍ په اړه هم خبرې وکړي.


سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې چین ته په اشارې سره وویل چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرځای ساتلو د روانو هڅو یوه برخه ده.


دا ټېليفوني خبرې د مارچ پر ۱۴مه په روم کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولېوان او د چین د بهرنۍ پالیسۍ لوړ پوړي سلاکار یانګ جیچي ترمنځ تر سختې غونډې وروسته پلان شوي دي.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса