Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

"پاکستان ورځ" ولمانځل شوه

0
د پاکستان ورځې په مناسبت د دې هېواد ولسمشر او وزيراعظم په ولس غږ کړی چې د ټولنیزې او اقتصادي پرمختيا لپاره په ګډه کار وکړي.

په دې موقع د هر کال په شان د مارچ په ۲۳مه، د پاکستان پوځ په اسلام اباد کې په يو لړ مراسمو کې د وسلو ښودنه وکړه. په دې وسلو کې ميزايل او ټينکونه شامل وو. پر دې ورځ د پاکستان هوايي ځواکونو پيلوټانو کرتبونه هم وښودل. په دې مراسمو کې د نړۍ د ځينو هېوادونو استازو هم ګډون کړی وو.  




د پاکستان ولسمشر عارف علوي دې غونډې ته په خبرو کې وويل چې د قوم په نوم یې پېغام دا دی چې هېواد ته د ورپېښو معاشي او نورو چېلنجونو مخنيوی په اجتماعي کوششونو کېدای شي. هغه زیاته کړه چې د خودمختارۍ لپاره اتحاد او اتفاق ضروري دی. 


په دې مراسمو کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم خبرې وکړي. هغه خپل دا سياسي دريځ تکرار کړ چې وايي پخوانيو حکومتونو د ملي ګټو پرځای شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکړی وو چې له وجې يې د پاکستان اقتصاد کمزوری دی.


د نوموړي د دې تازه څرګندونو په اړه پخوانيو واکمنو سیاسي ګوندونو (مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټي) څه نه دې ويلي خو په پخوا وختونو کې یې ورته ادعاوې رد کړې او د تحريک انصاف حکومت پاليسۍ يې د وروسته پاتېوالي سبب بللي دي. 




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса