Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د چين بهرنيو چارو وزير په کابل کې د طالب چارواکو سره خبرې وکړي

0
د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د مارچ په ۲۴مه د افغانستان سرښار، کابل ته تللی دی.

د وانګ يي د دې سفر په اړه مخکې څه نه وو ويل شوي. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند، عبدالقهار بلخي پر ټويټر يوه ويډيو خپره کړې چې نن (د مارچ ۲۴مه) سهار د طالبانو بهرنيو چارو وزيرامیر خان متقي پر کابل هوايي ميدان د يي هرکلی کوي.




په افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو خواوو په مهمو موضوعاتو خبرې وکړي. د طالبانو د بهرنیو وزارت ویاند عبدالقادر بلخي په خپل ټویټر لیکلي چې  بشري مرستي، اقتصادي ستونزې ، پوهنه او د هوايي دهلیزونو په په اړه بحثونه د دواړو لوریو د خبرو مهم موضوعات ول.


د بلخي په وینا، افغان لوري راغلي پلاوي ته د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د پوره امنیت ډاډ ورکړی او ویلي دی چې د چین  پانګونه او همکاري په افغانستان کې د نړۍ نورو هېوادونو ته د پانګونې او مرستې په برخه کې یو ښه پیغام ورکولای شي.


که څه هم د طالبانو د حکومت ویاندویانو تر دا مهاله ددې سفر په اړه زیات جزییات نه دي خپاره کړي خو دا سفر داسې مهال شوی چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او پر دغه هیواد د طالبانو تر حاکمیت وروسته چین د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان سره دوستانه اړیکو ته لېوالتیا پیدا کړې ده.


وانګ یي داسې مهال کابل ته ځي چې پیکېنګ به یوه اوونۍ وروسته د افغانستان د ګاونډیانو د یوې غونډې کوربه وي. يي تر دې مخکې اسلام اباد ته تللی وو او هلته یې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان په غونډه کې د مېلمه په توګه ګډون وکړ.


طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې حکومت ونيو. دوی د محمد اشرف غني په مشرظ جمهوري او منتخب حکومت ليري کړ. تر اوسه د دوی حکومت چا په رسمیت نه دی پېژندلی البته امير خان متقي بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کړي او د پاکستان او قطر بهرنيو چارو وزیران هم کابل ته ورغلي وو. د طالبانو د واکمنۍ تر پيل مخکې، دا لومړی ځل دی چې د چين کوم لوړپوړواکی چارواکی افغانستان ته ځي.


د اپريل په مياشت کې چین له طالب چارواکو سره د عینک د ميسو کان په اړه په خبرو بوخت دي. وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې ليکلي چې چین به هغه تشه ډکه کړي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته رامنځته شوې ده. ورځپاڼې همداراز لیکلي، چین د خپلو کمپنيو لپاره چې ځینې یې په کابل کې دفترونه لري، د لا زیاتو امتیازونو د ترلاسه کولو هڅه کوي.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса