Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د اپوزېشن لانګ مارچ لپاره له کراچۍ احتجاج کوونکي روان شوي دي

0
د پاکستان تحريک انصاف حکومت په خلاف جوړ شوي پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي اېم) کې شاملو ګوندونو غړي له بېلابېلو ښارونو اسلام اباد ته روان شوي دي. 

لومړۍ قافلې د مارچ په ۲۴مه له کراچۍ د جمعيت علمای اسلام او مسلم ليګ (ن) د غړو دي چې پر ګاډو یې د سياسی شعارونو بينرونه لګولي وو. دوی به د حکومت په خلاف په هغه لانګ مارچ کې ګډون کوي چې پي ډي اېم یې نېټه د مارچ ۲۶مه ايښې ده. 




د جمعیت علمای اسلام (ف) ویاند جلیل جان د مارچ په ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان به د مارچ په شپېږیشتمه نېټه له ډېره اسماعیل خانه د اسلام آباد په لور روانیږي. جلیل جان وايي د دې جلسې مقصد د ګرانۍ پرضد احتجاج او حکومتي ناکاميو په ګوته کولو دي.


په همدې حال کې د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف ګوند، د مارچ په ۲۷مه نېټه په پرېډ ګراونډ اسلام اباد کي د جلسې اعلان کړی دی.


عمران خان د مارچ په ۲۴مه په يوه ويډيو پيغام کې ويلي چې خپلو پلويان د دې لپاره راټولوي چې وښيي چې ولس د بدۍ سره نه بلکې د نېکۍ سره ولاړ دی. نوموړی د هغه په خلاف د اپوزېشن د عدم اعتماد تحريک بدي ګڼي او د خپل ګوند د اسمبلۍ پر هغو غړو یې نيوکې کړې چې د اپوزیشن سره ودرېدلي دي.


د عدم اعتماد تحريک په اړه به په قامي اسمبلۍ کې د مارچ په ۲۵مه غونډه کيږي. خو د کورنيو چارو وزیر شیخ رشید احمد په لاهور کې د مارچ په ۲۴مه خبریالانو ته وویل چې دا اختیار د اسمبلۍ سپیکر سره دی چې هغه کله د عدم اعتماد تحریک ته په اسمبلۍ کي د وړاندي کولو ځای ورکوي.


هغه زیاته کړه: ((په کومه ورځ چې دا تحریک اسمبلۍ ته راشي نو له دريو څخه تر اوه ورځو پوري یې په اسمبلۍ کي وړاندې کول لازم دي. د وړاندې کېدو کره نېټه به يې سپېکر ته معلومه وي خو د خير دعا به پرې په ۲۵م کیږي.))




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса