Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

کوټه: پوليسو د سرکاري ملازمينو د احتجاج پر مهال اوښلن ګېس کارولی

0
د کوټې پولیسو د مارچ پر ۲۴مه پر هغو سرکاري ملازمینو اوښکې بهېوونکی ګېس کارولی چې د خپلو معاشونو د لوړوالي په خاطر یې مظاهره کوله. پولیسو په کمېشنر څلور لارې کې دا اقدام تر هغه وروسته وکړ چې دغو سرکاري ملازمینو حساسې سیمې (رېډ زون) ته د ننوتلو هڅه کوله.

د بلوچستان سرکاري ملازمین وايي، د نورو صوبو د حکومتي ملازمينو په شان دې د هغوی په تنخاګانو کې هم ۲۵ سلنه اضافه وکړل شي. د دوی په وينا، په پاکستان کې ګراني ډېره زیاته شوې او په اوسنیو تنخاګانو يې ګوزاره نه کېږي.




د احتجاجي لاريون پر مهال يو سرکاري ملازم فتح خان موسی خېل  مشال راډيو ته وويل چې دوی د خپل حق لپاره راوتلي دي.


"یقیناً موږ د ملک خیرخوا خلک یو. موږ خپل حق غواړو. په دې تنخا باندې زموږ ګوزاره بلکل نه کېږي. حکومت دې لږ تر لږه ۲۵ فیصده تنخا راته زیاته کړي." 


خو وروسته د بلوچستان سرکاري ملازمینو د اتحادیې د غړيو او د صوبې اعلا وزير میر عبدالقدوس برنجو ترمينځ په خبرو کې د معاشونو د لوړولو په خبرو کې پرمختګ وشو.


بزنجو هغې کمېټۍ ته د خپل کار د ګړندي کولو امر وکړ چې ورته له ګرانۍ سره سم د معاشونو د لوړولو دنده سپارل شوې ده. نوموړي وویل، له دې سره به حکومت ته ممکنه شي چې د سرکاري ملازمینو معاشونه لوړ کړي. 




دا لومړی ځل نه دی چې په کوټه کې د بلوچستان سرکاري ملازمين احتجاج کوي. دوی تر دې وړاندې هم څو ځله احتجاجونه کړې دي.


د پاکستان مرکزي حکومت د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ مياشت کې اعلان کړی وو چې د سرکاري ملازمینو معاشونه به ۲۵ سلنه لوړوي، خو د بلوچستان حکومت هغه مهال ویلي وو، د مالي مشکلاتو له وجې یواځې ۱۵ فیصده معاشونه لوړوي. د صوبې سرکاري ملازمینو دا پرېکړه نه وه منلې او پر ضد یې مظاهرې پیل کړې وې. په بلوچستان کې په سرکاري محکمو کې د ملازمينو شمېر تر ۲۲۰،۰۰۰ پورته دی.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса