Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

امريکا: طالبان د بشري مرستو بهیر کې لاسوهنه کوي

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالبان د بشري مرستو په بهیر کې مداخله کوي او په دې اړه یې خپله اندېښنه د طالبانو له حکومت سره شریکه کړې ده. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالبان د بشري مرستو په بهیر کې مداخله کوي او په دې اړه یې خپله اندېښنه د طالبانو له حکومت سره شریکه کړې ده.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په خپله وروستۍ کتنه کې د بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.


په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکا حکومت به په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره ۵۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي چې ځان ته د ژوند لومړني توکي پرې برابر کړي.


د امریکا حکومت داسې مهال په بشري مرستو کې د طالبانو د مداخلې خبره کوي، چې تر دې مخکې هم د عامو خلکو لوري شکایتونه شوي وو چې بشري مرستې بې وزله کسانو ته نه رسېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса