Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 01.07.2022

د ماشوم ساتنې اداره: زلزله ځپلو ولايتونو کې د ماشومانو رواني حالت د اندېښنې وړ دی

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ساتنې نړېواله اداره په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له ورستۍ زلزلې وروسته هلته د ماشومانو رواني حالت داندېښنې وړ ښودلی. دغه سازمان د جمعې په ورځ په خپل یو راپور کې ویلي چې په یادو ولایتونو کې وروستۍ زلزلې ماشومانو ته سخت روحي زیان رسولی. هغه ویډیو چې دغه سازمان د پکتیکا ولایت څخه خپره کړې په هغې کې لیدل کېږي چې د حکیم په نوم یو کس له خپلو ماشومانو سره د یوې ویجاړې ترڅنګ ناست دی. د ۳۵ کلن حکیم دوه لورګانې، خوریه او وراره  چې په دې پېښه کې وژل شوي وايي، له دریو کورنیو پاتې ماشومانو روحي حالت ښه نه دی. Читать дальше...

د مردان نرښځيان وايي پوليس يې کار ته نه پرېږدي

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا په مردان کې نرښځيان وايي چې د پوليس له خوا يې د لګول شويو "بنديزونو" له کبله روزګار خراب شوی دی. نرښځيانو په وروستيو کې په پېښور کې د مردان پوليسو مشر پر ضد خبري غونډه او احتجاجي مظاهره هم کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې هغه ورته له مردانه د وتلو امر کړی دی. خو د مردان پوليس دغه تور ردوي او وايي چې نرښځيانو ته يي د نڅا تر محفلونو وړاندې په تاڼه کې د نومليکنې امر کړی وو. ویډیويي رپورټ.

د طالبانو د غونډې په اړه د ښځو غبرګون؛ نجونې او مېرمنې په اجنډا کې ځای نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، افغان مېرمنو په افغانستان کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د دیني عالمانو په یوه لویه غونډه کې د طالبانو مشرانو په وینا کې ځای نه درلود. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دیني عالمانو غونډه له پنجشنبې راهیسې په کابل کې روانه ده. د طالبانو په دغه غونډه کې هیڅ ښځه نه ده بلل شوې او نه هم کومه ښځه حضور لري. د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده او د هغوی رئیس الوزراء ملا حسن اخند، د طالبانو لوړ پوړو... Читать дальше...

د طالبانو پر غونډه د خبريالانو نيوکه: طالبانو مالوماتو ته لاس رسی محدود کړی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د دیني عالمانو سترې غونډې د خبري پوښښ په اړه افغان خبریالان نیوکې لري. دغو خبریالانو ازادي راډيو ته وویل، ولس حق لري چې ددغه ډول ناستو له پرېکړو او ددې پرېکړو له څرنګوالی خبر شي او دا رسنیو مسولیت دي. سره له دې چې په کابل کې د طالبانو حکومت لخوا د عالمانو د پیل شوې غونډې دویمه ورځ ده خو د طالبانو د حکومت د ملي راډيو ټلوېزیون پرته هیڅ خبري رسنۍ ته دغه غونډې ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکول شوې. افغان خبریالان وايي طالبانو معلوماتو ته لاس رسی محدود کړی دی. په کابل کې افغان خبریاله لېمه... Читать дальше...

ملا هبت الله د طالبانو ديني عالمانو غونډې ته: د نړيوالو هيڅ فرمايش نه منو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده وایي د نړیوالو فرمایش نه مني ان که اټوم بم هم پرې استعمال کړي. نوموړي په کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري د علماوو په نوم په جوړه شوې لویه غونډه کې ټينګار وکړ چې نړیوال دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي. د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخندزاده په لومړي ځل په کابل کې د دیني عالمانو په یوه لویه غونډه کې ګډون او خبرې وکړې. د هغه خبرې تر ډېره له نړیوالو سره پر اړیکو، کورني امنیت، حکومتدارۍ او دغه شان خپلو وسله والو ته په نصحیتونو راټولې وې... Читать дальше...

رحمت شاه سایل پر پښتو شعر خبرې کوي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې له وتلي شاعر رحمت شاه سایل سره د هغه پر ژوند او فن غږېدلي یو. د سایل مینه والو د جون پر ۲۰مه د نوموړي ځانګړې ورځ ولمانځله او پر ټولنیزو رسنیو یې د هغه سره خپله مینه ښکاره کړه. موږ هم په همدې پلمه له ښاغلي رحمت شاه سایل سره خبرې کړي او د نوموړي د ژوند او کار پاڼې مو اړولې دي. د خپرونې کوربه نجیب عامر دی.



روسيې اوکراين کې پر يوې استوګنيزه ودانۍ او تفريحي مرکز بريد کړی چې پکې ۱۷ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین چارواکي وايي پر یوه استوګنیزه ودانۍ او تفریحي مرکز د روسیې د میزاییلو په حملو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي. د اوکراین د اضطراري خدماتو ادارې ویلي، د ودانۍ له ویجاړیو اووه کسان ژغورل شوي چې درې یې ماشومان دي. نن سهار وختي په خپرو شویو تصاویرو کې د ژغورنې هڅې ښکاري او له یوې نهه منزله استوګنیزې ودانۍ لوګي پورته کېږي، چې چارواکو په کې د ۱۴ کسانو مړینه او تر ۳۰ زیاتو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي. په راپورونو کې ویل شوي تېره شپه په بیلهورود-دنیسټروفسکي ښارګوټي کې... Читать дальше...

غزن جمال وايي، د قبايلي ضلعو پرمختګ ته ژمن دی

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ په مشال مرکه کې غزن جمال زموږ مېلمه دی څوک چې له اورکزو د صوبايي اسمبلۍ غړی دی. نوموړی له واکمن تحريک انصاف ګوند سره تعلق لري او د وزيراعلا سلا کار هم پاتې شوی دی. غزن جمال په دې مرکه کې، په صوبايي اسمبلۍکې، د درو کالو په کارکردګۍ او قانون سازۍ په اړه تفصيلي خبرې کړې دي.

ساینسپوهان: د سختې ګرمۍ او سېلاوونو لامل د اب و هوا بدلون دی

Mashaalradio.com 

ساینسپوهان وايي، په ۲۰۲۲ز کال کې د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې د سختې ګرمۍ څپو، د ځنګلونو اور اخیستو او سېلاوونو یو مهم لامل د اب و هوا بدلون دی. په دې اړه نور معلومات د رویټرز اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.

د اټومي موافقې په خاطر ايران امريکا سره خبرو ته چمتووالی ښودلی

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، د نړۍ له سترو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا احیا کولو په برخه کې د وروستیو خنډونو د لرې کولو په خاطر له امریکا سره نورو غیر مستقیمو خبرو ته چمتو دی. په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي پرون (د جون ۳۰) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د ایران مذاکره کوونکی ټیم یوې هوکړې او نتیجې ته د رسېدو لپاره رغنده تعامل ته چمتو دی. تخت روانچي دا څرګندونې داسې وخت وکړې چې په قطر کې د ایران او امریکا تر منځ خبرې ناکامه شوې. ایران او امریکا یو بل د دغو خبرو اترو په نه پرمختګ کې پړ بولي. Читать дальше...

پر اووه زره ټنه غَله بار يوه کښتۍ د اوکراين د بردیانسک ښار له ساحلونو ووتله

Pa.azadiradio.com 

یوه سوداګریزه کښتۍ چې ۷۰۰۰ ټنه غله پکې بار وه د اوکراین د بردیانسک ښار له ساحلونو ووتله. دا ښار روسیې اشغال کړی دی. دا د فبرورۍ له ۲۴ مې د مسکو له خوا پر اوکراین د برید له پیل راهیسې له دې بندري ښاره لومړی باري کښتۍ ده چې د مزل اجازه ترلاسه کوي. د زاپوریزیا په سیمه کې د مسکو لخوا ټاکل شوي مشر یوګیني بالیتسکي پرون (د جون په 30) د ټیلیګرام شبکې له لارې وویل چې کښتۍ د "دوستو هیوادونو" په لور روانه ده. خو هغه په ډاګه نه کړه چې د ده هدف کوم دوست هېوادونه دي. اوکراین پر روسیې تور پورې کړی چې... Читать дальше...

د طالبانو مشر د ديني عالمانو غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون نن اعلان کړی چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د دیني عالمانو غونډې ته ورغلی. د دیني عالمانو او قومي مخورو لویه ناسته په کابل کې روانه ده. د طالبانو ملي ټلوېزیون زیاته کړې چې تمه ده ملا هبت الله په دې غونډه کې وینا وکړي. د شاوخوا درې نیم زره دیني عالمانو او قومي مخورو دری ورځنۍ غونډه له پرون پیل شوې او د طالبانو په خبره چې په مهمو سیاسي او ملي مسایلو پکې بحث کېږي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي ګډونوالو په څو کمېټو کې... Читать дальше...

هوګو شارتر دوحه کې له طالب چارواکو سره پر افغانستان خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر هوګو شارتر په دوحه کې له طالب چارواکو سره په یو لړ مسایلو خبرې کړي. شارتر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره بېګا کتلي او په خپل ټوېټر باندې یې لیکلي چې له متقي سره په خبرو کې یې د هغو بشري همکاریو یادونه وکړه چې برېټانیا یې د وروستۍ زلزلې ځپلو سره کوي. هغه همدا راز ویلي چې خلکو ته د اساسي خدماتو، د سیاسي ټولمشولیت پر اهمیت، بشري حقونو ته د درناوي او تعلیم ته د ټولو نجونو د پرېښودولو پر مساییلو مهم بحثونه وکړل. له امیرخان متقي سره د هوګوشارتر... Читать дальше...

مجاهد: د ديني عالمانو غونډه کې به نن کمېټې فعاليت پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

نن په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا د دیني عالمانو او قومي مخورو د غونډې دویمه ورځ ده. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي ګډونوالو په څو کمېټو کې خپل کار مخته وړي او سبا به بیا پرېکړه لیک هم ولري. طالبانو شاوخوا درې نیم زره دیني عالمان او مخور د افغانستان له ولایتونو او ښارونو راغوښتي او وايي چې پر مهمو ملي او سیاسي مسایلو بحث کوي. د طالبانو د حکومت ویاند پرون په خبري کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د دوی مشرتابه د امکان تر حده د غونډې د ګډونوالو پرېکړې پلې کوي. په دې ډله کې هېڅ ښځه نه ده رابلل شوې چې دې مسلې ګڼې نیوکې راپارولي.

ازادي راډيويي مجله؛ نغمه: افغان هنر به نه‌پرېږدو چې مړ شي

Pa.azadiradio.com 

جلال اباد کې د هنرمندانو د ټولنې مشر وايي، طالبانو ورته ويلي چې د موسيقۍ له آلاتو ځان خلاص کړئ. استاد جنيد شريف د شعر پر نقد راته خبرې کوي او له ډاکټر اکبر اکبر څخه شعر اورو. ازادي راډيويي مجله چې پر ادبي، کلتوري او هنري مطالبو احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

روغتيايي مسؤلين: د بهرنيو مرستو لږوالي پر نشه د روږدو کسانو د درملنې اسانتياوې کمې کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مالي مرستو کمېدل د دې لامل شوي چې د نشه‌يي موادو غوښتنې کمېدلو روغتيايي پروګرامونه زيانمن شي. د معتادینو د درملنې مرکزونو چارواکي وايي، که څه هم له دوی سره د ملګرو ملتونو د ادارې په ګډون بهرنیو مرستندویه ادارو د مرستو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه دې ادارو خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. جانباز له څلورو کالو راهيسې نشه کوي، له شپږ میاشتو را په دې خوا هڅه کوي چې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې ځان بستري کړي، خو په دې موده کې چې يې هره دروازه ټکولې، چا مثبت جواب نه دی ورکړی. Читать дальше...

Новости России
Москва

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)


ملګري ملتونه: سږ کال به افغانستان د نشه‌يي موادو د نړیوال بازار برخه‌لیک ټاکي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه نړیوال بازار ته د نشه‌يي موادو وړاندې کولو او غوښتلو کمول د طالبانو حکومت د چلند په څرنګوالي پورې تړلی بولي. د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي، په افغانستان کې بشري ناورين ته په کتو سره دا امکان شته چې په دې هېواد کې د کوکنارو کښت ډېر شي. په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې د نشه‌يي موادو په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې ښېي چې، په افغانستان کې د تارياکو بيې لوړې شوي او په نړۍ کې د کېمياوي نشه يي موادو استعمال ډېر شوی دی. که څه هم د (UNODC) په تازه راپور کې په تېرو... Читать дальше...

مصر ايران ته: د اسراييلي سېلانيانو د وژلو هڅه مه‌کوئ

Pa.azadiradio.com 

د ایران له لوري په ترکیه کې د اسراییلي سېلانیانو د ترور او تښتولو د هڅې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته مصر هم ایران ته خبرداری ورکړ چې د دغه هېواد په خاوره کې د اسراییلي سېلانیانو د وژلو هڅه ونه کړي. راپورونه وايي چې د مصر استخباراتي چارواکو له خپلو ایراني سارو سره په کتنه کې هغوی ته خبرداری ورکړی چې که د مصر په خاوره کې د اسراییلي سېلانیانو د ترور هر ډول هڅه وشوه، د تهران او قاهرې اړیکې به اغېزمنې کړي.

هندي رسنۍ: ۱۵۰ سېکهان او هندوان به له کابل هند ته ولېږدول شي

Pa.azadiradio.com 

هندي رسنۍ وايي چې ۱۵۰ تنه افغان سېکهان او هندوان لا هم په کابل کې انتظار دي چې هند ته ولېږدول شي. په کابل کې د جون په ۲۳ نېټه د سېکهانو بر ګوردواره له بریده وروسته پرون (پنجشنبې) د افغان سېکهانو لومړۍ ډله هند ته لاړه. دا ۱۱ تنه افغان سېکهان د هند د حکومت او د دغه هېواد د مدني ټولنو په مرسته په یوه ځانګړې الوتنه کې ډیلي ته لاړه. د کابل په کارته پروان کې د سېکهانو پر ګوردواره له بریده وروسته د هند حکومت ومنله چې سل تنو افغان سېکهانو ته به پناه ورکړي.

هند افغانستان ته ۶ ټنه طبي مرسته استولې

Pa.azadiradio.com 

هندي رسنیو د خپل هېواد د چارواکو په قول ویلي چې دا افغانستان ته د هند د طبي مرستو اووم پېټی دی. په پرونۍ مرسته کې، چې په کابل کې اندراګاندي روغتون ته وسپارل شوه، ضروري درمل شامل دي. وروسته له دې چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستو غوښتنه کړې، هند تر اوسه پورې په اوو پړاوونو کې ۲۰ ټنه طبي مرسته افغانستان ته لېږلې ده. دې هېواد افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو ژمنه هم کړې چې ډېره برخه یې د پاکستان له لارې افغانستان ته رسېدلې ده.

د ترکيې ولسمشر د کابل هوايي ډګر د مديريت په اړه د طالبانو ځواب ته منتظر دی

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ترکیې له قطر او متحده عربي اماراتو سره د افغانستان د کابل د نړیوال هوايي ډ‌ګر د عملیاتو وړاندیز کړی او لا هم د طالبانو ځواب ته انتظار ده. اردوغان، دا خبره پرون (پنجشنبې) په مادرید کې د ناټو د سرمشریزې په پای کې یوې خبري غونډې ته وکړه. نوموړی دا خبره داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت د درې هوايي ډګرونو د مديريت چارې يو عربي شرکت ته سپارلي دي.

حنا رباني کهر: لويديځ هېوادونه دې پر افغانستان بنديزونه نرم کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو لپاره د دولت وزیرې حنا رباني کهر له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې پر افغانستان بندیزونه نرم کړي. اغلې کهر پرون (پنجشنبې) په یوه مرکه کې وویل، له اقتصادي نظره د افغانستان انزوا به د دغه هېواد اقتصاد د پاشل کېدو لور ته بوځي. دې په ځانګړي ډول په افغانستان کې د نړیوالو بانکونو د فعالیت درېدا او د دغه هېواد د شتمنیو کنګل پاتې کېدا د افغانستان د اقتصاد لپاره خطرناکه وبلله. د بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د دولت وزیرې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي انتقاد وکړ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Камбэком обернулся матч вундеркинда из России перед стартом Еленой Рыбакиной в Мадриде






Погранслужба Казахстана возобновила работу КПП «Желкуар» на границе с РФ

В Москве арестован активист Сакания, который боролся за «расово чистую Грузию» и организовал в Батуми нападение на бар «леваков и ЛГБТ»

Стасу Михайлову исполнилось 55

Мария Нагорная приняла участие в акции «Доброе дело» в Лыткарине