Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

طالبانو د امریکا له لوري د کنګل شویو پيسو په اړه د پیل شویو خبرو هرکلی وکړ

0
د طالبانو حکومت په مشرۍ د افغانستان بانک د امریکا له لوري د کنګل شویو پيسو په تړاو د پیل شویو خبرو هرکلی وکړ.


دغه بانک په خپل ټویټر پاڼه کې د ویډیويي پیغام له لارې د دې خبرو د هرکلي ترڅنګ له امریکا غوښتي څو د افغانانو پېسې چې د دوی حق دی ازادې کړي.


یاد بانک هیله مندي ښودلې چې پیل شوې خبري په نږدې راتلونکې کې کولای شي د افغانستان بانکي اړیکې له نورو هېوادونو سره بېرته د پخوا په څېر ورغوي.


له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماست ویسټ په خپل تویتر پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نوموړي په دوحه کې د طالبانو له استازو سره په دې اړه پراخ بحثونه کړي.


په خبرپانه کې ویل شوي، چې امریکا غواړي د افغانستان خلکو سره د بشري مرستو ترڅنګ په نورو اقتصادي برخو کې هم مرستې وکړي.


دا څرګندونې داسې مهال دي، چې لاهم امریکا او د نړۍ یو شمېر بانکونو د افغانستان کنګل شوې پيسې نه دي ازاده کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса