Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

اماراتو له افغان زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره وسایل او درمل استولي

0
متحده عرب اماراتو په افغانستان کې د زلزلې د ټپيانو د درملنې لپاره پرون په دریو الوتکو کې د ساحوي روغتونو وسایل او درمل استولي.


د افغانستان لپاره د متحده عرب اماراتو د سفیر عیسی سالم الداهیري په حواله د دغه هېواد دولتي خبري اژانس راپور ورکړ، چې په یادو مرستو کې ۷۵ بسترونه، دوه مجهزې عملیات خونې او یو شمېر پرمختللي طبي وسایل او دارو درمل شامل دي.


سفیر زیاته کړې، چې هېواد یې د افغانستان زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره متعهده دی او خپله همکاري جاري ساتي.


وړمه چهارشنبه د جون ۲۲ سهار وختي د پکتیکا، خوست او ځیني نورې جنوب ختیځې سیمې یوې قوي زلزلې ولړزولې چې په کې څه باندې زر تنه ووژل شول او نږدې ۳ زره نور ټپیان شول.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса