Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

روسي چارواکي: د اوکراین لوهانسک سیمه په بشپړ ډول ازاده شوې

0
د راپورونو له مخې د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو نن د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته ویلي، چې روسي ځواکونو د اوکراین د ختیځ لوهانسک سیمه په بشپړ ډول ازاده کړې ده.


شویګو ویلي، چې روسي ځواکونو او د مسکو ملاتړو وسله والو د لیسچیانسک پر ښار چې په وروستیو څو ورځو کې د سختو جګړې ډګر و، بشپړه ولکه ټینګه کړې ده.


دا ګڼ نفوسه ښار د لوهانسک د سیمې هغه وروستۍ لوی ښار و چې ځینې برخې یې د اوکراین په کنټرول کې وې.


د روسیې دفاع وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شویګو د روسیې د وسله والو ځواکونو اعلا قومندان ولادمیر پوتین ته د لوهانسک جمهوریت د بشپړ ازادېدو خبر ورکړی دی.


د روسیې دولتي رسنیو د دې وزارت د ویاند ایګور کونا شینکو له قوله خبر ورکړی، چې ویلي یې دي، روسي ځواکونه په لیسچیانسک کې دننه د هغو وسله والو پرضد جګړه مخ ته وړي چې محاصره دي او په دې توګه د دښمن ماتې بشپړوي.


د سیمې کییف پلوي والي سیرهي هایدې پرټیلیګرام لیکلي، چې روسي ځواکونو په دې ښار کې پرمختګ کړی دی.


له دې مخکې د اوکراین د ولسمشریوه سلاکار اولیکسي اریستوویچ ویلي و، چې روسي ځواکونو په دې ښار کې یو ګواښونکی وضعیت رامنځته کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса