غور کې د فوټبال ليګ پیل شوی
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لیګ تېره ورځ د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شو.
د فدراسیون په وینا، دغه لیګ به دوه اوونۍ دوام وکړي.
د دې سياليو ترسره کېدو موخه د فوټبال ورزش وده او د ١٦کلنو منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
