Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

کابل ښاریان او موټر چلوونکي د تېلو بیوو له بېساري لوړوالي شکایت کوي

0
کابل ښاریان او یو شمیر موټر چلوونکي د تېلو د بیوو له بېساري لوړوالي شکایت کوي.


اوسمهال د کابل ښار په پمپ سټېشنونو کې یو لیټر ډیزل په ۱۲۰ او یو لیټر پټرول په ۸۶ افغانیو پلورل کېږي. 


په کابل کې دوو ټکسي چلونکو صابر شاه او طارق ازادي راډیو ته وویل، چې د تېلو د بیوو په لوړېدو سره خلک له ټيکسي استفاده نه کوي، ځکه د نوموړو په خبره دوی اړ دي، چې د تېلو د بیو په لوړېدو سره کرایه هم لوړه کړي او خلک د لوړې کرایې د ورکړې توان نه لري. 


د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دوی ته ځينې داسې شکایتونه رسېدلي، چې یو شمېر سوداګریزې کړۍ د تېلو د بیوو په لوړولو کې لاس لري، خو د دې کړیو په اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړي. 


په خبرپاڼه کې یادو کړیو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که دا ادعاوې پرې ثابتې شي، جوازونه به یې ترېنه واخیستل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса