Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

په مرموزه توګه د ډاکتر انورالحق جبارخېل وژنه؛ طالبان: د پېښې څرنګوالی څېړو

0
د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومانداني وايي، ډاکتر انوارالحق جبارخېل دوه ورځې مخکې په کابل کې د نا معلومه‌ وسله‌والو له‌خوا وژل شوی و.


دوه ورځې مخکې د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د یوه افغان ډاکتر انوارالحق جبارخېل جسد د هغه په موټر وموندل شو.


د کورنۍ یو غړي یې، د نوم نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، وژونکو یې هڅه کړې وه چې سر یې پرې کړي، خو سره له دې چې د مرۍ او څټ لوري پرې چړې کش شوې وې، سر یې له بدنه نه‌و جلا شوی.


دغه کس زیاتوي، ډاکتر جبارخېل په سینه دوه مرمۍ هم ویشتل شوی و.


د طالبانو په مشرۍ د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، دوی د انورالحق جبارخېل جسد د بګرامیو ولسوالۍاړوند سیدجمال‌الدین ښارګوټي کې وموند او عدلي طب ته یې ولېږه.


ښاغلي ځدران زیاتوي، امنیتي ځواکونه لا هم په هڅه کې دي چې د نوموړي وژنه کې ښکېل کسان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور هم ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د ډاکتر انوارالحق جبارخېل د وژنې پېښه څېړي.


هغه وویل: "د کورنیو چارو وزارت د یو مسوول ارګان په توګه هر هغه عمل چې د شریعت او قانوني مقرراتو پرته ترسره کېږي، یو ناسم او غیر موجه عمل ګڼي او هغه غندي."


د ډاکتر جبارخېل د کورنۍ یو غړی بیا وايي، نه پوهېږي چې دا کار چا کړی، ځکه دوی له کوم چا سره شخصي دښمني او ستونزه نه‌درلوده.


انوارالحق جبارخېل ځان ته د فیلسوف خطاب کاوه او په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د هغه ډېرې ویډیوګانې لاس په لاس کېدې چې په کې یې د ځینو اشخاصو او د خپلو لاسته راوړنو په اړه جالبې څرګندونې درلودې.


یو بحث دا دی، چې ګنې ډاکتر جبارخېل رواني ناروغي درلوده، خو د هغه د کورنۍ یو غړی وايي، دا ناروغي په دې کچه هم نه‌وه چې په ټولنیزو رسنیو کې یادېږي.


د انوارالحق جبارخېل د کورنۍ د یاد غړي له قوله، هغه په طبي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د خلکو لپاره د ډېر خدمت کړی او له دې شمېر یې د ابن سینا موسسې بنسټ اېښودنه د پام وړ بلل کېږي او د ای ایم سي نړیوالې موسسې عمومي مشر هم پاتې شوی و.


جبارخېل د لغمان اوسېدونکی و، په کابل کې له ښوونځي فارغ او د هندوستان په پونې پوهنتون کې یې د طب څانګه کې لوړې زده کړې کړې وې.




دا افغان ډاکتر داسې مهال په مرموز ډول وژل کېږي چې په هند کې د افغانستان سفارت وايي، د دې هېواد په مهاراشترا ایالت ییولا ښارکې ناپېژانده وسله‌والو د خواجه ظریف په نوم یو افغان چې هند ته ګډه شوی و، وژلی دی.


خواجه ظریف ځان د چشتي طریقې لاروی باله او په هند کې یې په مذهبي ډول یو شمېر پیروان درلودل.


ان ډي ټي وي د هند د پولیسو په حواله ویلي، نوموړی د سې شنبې د ورځې په ماښام د یو یوې څلور کسیزې نا پېژنده وسله والې ډلې له خواوژل شوی دی.


خو د وژنې لامل یې تر اوسه نه دی روښانه شوی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса