Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د جاپان مخکېنی صدراعظم وویشتل شو؛ 'د ژوند نښې نښانې نه‌لیدل کېږي'

0
د جاپان مخکېنی صدراعظم شینزو ابې نن جمعه د دغه هېواد سوېل لوېدیځ نارا ښار کې په ډز ویشتل شوی او د ژوندون نښې په‌کې نه‌لیدل کېږي.


راپورونه نوموړی سخت ژوبل شوی دی.


د کیودو خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د جاپان مخکېنی صدراعظم په یوه انتخاباتي کمپاین کې وینا کوله چې د ډز غږ واورېدل شو.


د لبرال حاکم ګوند یوه باخبره سرچینه چې ابې هم د هغې له رهبرانو دی د جاپان رسنیو ته ویلي چې ښاغلی ابې په اورمېږ کې په نښه شوی دی.


خو اسوشیټډ پرس خبري اژانس وايي چې هغه پر ځمکه د لوېدو پر مهال په خپله سینه لاس ايښی و او هماغه مهال‌یې کمیس هم په وینو لړل کېږي.




د جاپان اېن اېج کې ټلوېزیوني شبکې هم راپور ورکړی دی چې پولیسو په سیمه کې یو مشکوک کس د شینزو ابې د وژلو لپاره د هڅې په تور نیولی دی.


دې حملې په جاپان کې چې د وسلې په برخه کې د سختو قوانینو لرونکی د نړۍ امن هېواد دی، اندېښنې راپارولي.


خبرونو کې راغلي چې ښاغلی ابې د شا له‌خوا په کور کې د یوې په لاس جوړ شوې وسلې په واسطه په نښه شوی دی.


د اسوشیټډ پرس د راپور له مخې، ښاغلی ابې د دغې حملې له امله «د زړه په ناکامۍ» اخته شوی، په دې معنی چې زړه‌یې نه‌شي کولای وینه پمپ کړي او بدن ته وینه ورسوي. د جاپان چارواکي ځيني وختونه دا اصطلاح هغو شرایطو کې کاروي چې قرباني نور ژوندی نه‌وي، خو تر اوسه په رسمي توګه د ښاغلي ابې مړینه نه‌ده تأیید شوې.


شینزو ابې په ۲۰۲۰ کال کې د صدراعظمۍ له څوکۍ استعفا وکړه او لامل‌یې یوه اوږدمهاله ناروغي وبلله.


د نارا ښار د جاپان په سوېل لوېدیځ او د اُساکا ښار ته نږدې پروت دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса