Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

اشرف غني اسلامي نړۍ ته: له طالبانو سره استدلال وکړئ

0
د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له اسلامي نړۍ څخه له طالبانو سره د استدلال غوښتنه وکړه.


ښاغلي غني دا خبره تېره شپه د لوی اختر په مناسبت په خپله وینا کې وکړه.


هغه وویل: «د اسلامي نړۍ له علماوو غوښتنه کوم، چې له طالبانو سره استدلال وکړي. اسلامي نړۍ د خدای په فضل د یوه لوی مثبت مسیر خوا ته روانه ده. ضرور ده چې دا مثبت مسیر او بهیر له طالبانو سره شریک شي او دوی اساسي اصولو، قواعدو او ټکو ته متوجه شي.»


د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني چې تېره شپه یې د لوی اختر په مناسبت وینا د هغه پر فېسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه یوازې په غږیزه توګه خپره شوه، وویل، جبر افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی.


محمد اشرف غني وویل، یو نظام هغه وخت دوام کولی شي، چې د ولس اراده ورسره وي، دغه راز یې په افغانستان کې د ملي یووالي پر ټینګښت هم ټینګار وکړ.


غني د نجونو د تعلیم پر اهمیت هم خبرې وکړې او وې ویل: "ټولو بین المللي تجربو ښودلې ده، چې د یوې نجلۍ تعلیم پنځه نسلونه بدلولی شي او د یوه هلک تعلیم یو نسل بدلولی شي. په کومه کورنۍ چې یوه ښځه پوهه ولري، هغه بهترینه مسلمانه کورنۍ ده."


هغه پر دې خواشیني وښوده، چې په افغانستان کې خلک له لوږې سره مخامخ دي، خو د افغانستان شتمني په هغو پیسو چې هره ورځ خپل ارزښت له لاسه ورکوي نورو ځایونو ته صادرېږي.


طالبانو د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني پر دغو څرګندونو کومه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې یې د دغو ستونزو د حل ژمنه کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса