Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

پوتین: پر مسکو بندیزونه به اروپا کې خلکو ته ناوړه عواقب ولري

0
د روسیې ولسمشر وايي، پر مسکو به د لویدیځ بندیزونه په اروپا کې خلکو ته ناوړه عواقب ولري.


د روسیې ولسمشر وايي، پر مسکو د لویدیځ د بندیزونو دوام ښايي په اروپا کې د انرژۍ د بیو د بېساري لوړېدو سبب شي.


ولادمیر پوتین پرون له خپلو لوړ رتبه چارواکو سره په یوه غونډه کې، چې د تلوېزیون له لارې خپرېده، وویل: "موږ پوهېږو چې اروپایان د بدیلو سرچینو په لټه کې دي."


د روسیې ولسمشر زیاته کړه، تمه کېږي چې د دغو اقداماتو په نتیجه کې په بازارونو کې د ګازو بیه لوړه او د پېرودونکو لپاره د انرژۍ لګښتونه خورا درانه تمام شي.


پوتین وویل، په روسیه کې د تېلو او انرژۍ د سکټور وضعیت لا هم باثباته پاتې دی او ده ادعا وکړه، چې د لویدیځ بندیزونو د روسیې په نسبت هغه هېوادونه زیات زیانمن کړي، چې دغه بندیزونه یې لګولي دي.


په تېرو څو ورځو کې دا دوهم ځل دی چې د روسیې ولسمشر د لویدیځ له بندیزونو د شکایت خوله خلاصوي.


هغه تېره پنجشنبه ویلي وو، چې د لویدیځ بندیزونه په خپل هدف کې چې د روسیې په پرګنو کې اختلافاتو او شخړو ته لمن وهل او د خلکو د روحیې کمزوري کول وو، پاتې راغلي دي.


وروسته له هغې چې روسیې د فبروري میاشتې پر ۲۴ مه پر اوکراین غیرموجه یرغل وکړ، لویدیځ پر مسکو بندیزونه ولګول، چې د وخت په تېرېدو سره یې لا پسې سخت کړل.




پوتین وویل، دا چې د روسیې د تېلو پر وارداتو د اروپايي ټولنې بندیز د روان میلادي کال په پای کې عملي کېږي، خو د روسیې د انرژۍ شرکتونه دې مخکې له مخکې چمتووالی ولري.


اروپايي ټولنې له روسیې د ډبرو سکرو واردات ځنډول، چې دغه اقدام له رواروانې میاشتې عملي کېږي.


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وویل، حکومت یې دا مهال د ریېلارو او نللیکو د زېربناوو د پراختیا پر لارو چارو غور کوي، چې د ده په وینا دوستو هېوادونو ته د روسیې تېل او نفتي تولیدات صادر شي.


روسیې ځینو اروپايي هېوادونو ته د ګازو او تېلو صادرات بند کړي، ځکه دغو هېوادونه تیار نه وو، چې د مسکو په غوښتنه په روبلو معامله وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса