Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

افغانانو لوى اختر څنګه پیل کړی؟

0
د افغانستان خلکو لوى اختر څنګه پیل کړی او څنګه پرې تېرېږي؟


دا په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته لومړی لوی اختر دی.


احمدشاه د کندهار اوسېدونکی دی.


دى سږنی لوی اختر له نورو اخترونو سره متفاوته بولي.


احمدشاه وايي، چې خلکو نن ورځ د یوې عادي رخصتۍ په څېر له کوم شوق او ذوق پرته پیل کړه.


د کندهار ولايت دغه اوسېدونکى وايي، اقتصادي ناورین او د افغانستان د خلکو ټولنيزو، کاري او ښوونيزو حقونو د تامین لپاره د یوه مناسب سيستم د نشتوالي اندېښنو له دوی نه د لوی اختر د چمتووالي فکر اخیستی دی.


احمدشاه زياته کړه، ډېر داسې کسان پېژني، چې په تېرو کلونو کې يې قرباني کړې، خو سږ کال د اقتصادي کمزوریو په سبب له دې کاره پاتې شوي.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د دوی حکومت په پرله پسې ډول د خلکو او نړیوالې ټولنې له خوا تورن شوی، چې د افغانانو حقونه یې تر پښو لاندې کړي او د اقتصادي ناورین او ګډوډۍ لوی لامل دي.


دا تور طالبانو په کلکه رد کړی.


طالبانو منلې چې اقتصادي کړکېچ د افغانستان پر خلکو اغېز کړی، خو پړه يې تر ډېره د افغانستان په کنګل شويو پيسو اچولې ده.


د افغانستان بانک نهه میلیارده ډالره بسپنه د امریکا متحده ایالاتو له خوا بنده شوه.


په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ له خوا د دغو مرستو د یوې برخې د خوشې کولو هڅې پیل شوې دي.




په ورته وخت کې په پلازمېنه کې یوه مېرمن رحیمیار هم په دې اختر کې د خلکو له بېوزلۍ خبره کوي.


هغه وویل: "وضعیت ډېر نازک دی، سږ کال ملګرو د تېرو کلونو په څېر اختر نه شو نمانځلی، اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، پرون یو ځل بیا د اختر د سودا اخیستو لپاره لاړم، بیروبار وو، خو دومره نه لکه د تېرو کلونو په څېر، خلک لږه سودا اخلي، ما وليدل له چا سره په کڅوړکې سیمیان او نخود وو او ځینو بیا کمه سودا اخیستې وه. د پخوا په څېر نو ګنجایش نه شته چې خلک ډېره سودا واخلي."


لوی اختر د مسلمانانو لپاره له لویو مذهبي، ټولنیزو جشنونو یو دی چې په کې په کور دننه د بېلابېلو جشنونو او قربانیو سربېره له بېلابېلو هېوادونو لکونه مسلمانان د حج د اداینې لپاره سعودي ته ځي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса