Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د چين او روسيې نږدې‌والی؛ امريکا يې په اړه اندېښمنه ده

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د چین پر نږدېوالي اندېښنه وښوده او ویې ویل چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه بېطرفه پاتې کېدل سخت کار دی.


بلخوا د برېتانیا دفاع وزارت هم پرون وویل، چې د اوکراین د لسو زرو سرتېرو لومړۍ ډله چې په راروانو میاشتو کې به وروزل شي، دغه هېواد ته ورسېده.


د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د انډونیزیا په بالي ښار کې د G-20 یا د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې په څنډه کې له خپل چینايي سیال وانګ يي سره په کتنه کې وویل:  "هغه څه چې له پیکنګ اوري دا دي چې ادعا کوي بېطرفه دی."


 بلېنکن په خبره، پر اوکراین د روسیې د یرغل په اړه بېطرفي ډېر سخت کار دی، خو واشنګټن به د ده په وینا په اوکراین کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.




بلېنکن وويل: "موږ د اوکراین خلکو ته د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوو. نن کولی شم اعلان وکړم، چې د امریکا متحد ایالتونه به شا و خوا ۳۶۸ ميلیون ډالره اضافي مرسته هم وکړي، چې په هغو کې غذايي توکي، د څښاک پاکې اوبه، نقدي مرستې، بېړنۍ روغتیايي څارنې، سرپناه او د بشري سازمانونو ترمنځ د چارو همږغي شامله ده، چې ډېری دغه سازمانونه به په سیمه کې حیاتي کارونه وکړي."


د بلېنکن په خبره، د اوکراین پر خلاف د روسیې جګړه یو څرګند یرغل و، چې نه یوازې په اوکراین کې د خلکو ژوند ته یو څرګند ازمېښت ګڼل کېږي، بلکې د نړیوال نظم لپاره هم په یوه ازموینه بدله شوې ده.


د برېتانیا دفاع وزارت هم پرون شنبه وویل، چې د اوکراین د لس زره سرتېرو له ډلې لومړۍ جوپه برېتانیا ته ورسېده او خپل تمرینونه یې پیل کړل.




د برېتانیا تر زرو زیات پوځي پرسونل به دوی ته پوځي روزنه ورکوي.


بلخوا د اوکراین د لویې څارنوالۍ مطبوعاتي دفتر راپور ورکړی، چې پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل له پیل سره په ټوله کې ۳۴۷ ماشومان هم وژل شوي او تر ۶۴۷ زیات نور ټپیان شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса