Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

اوکرايني چارواکي: د لوهانسک سيمې پر يو شمېر ښارګوټو د توپونو سخت بريدونه شوي

0
د اوکراین د لوهانسک محلي ادارې مشر سرهی هایدې پرون شنبه د ټلګرام په یوه مطلب کې ویلي، له څو استقامتونو د دغې سیمې پر ښارګوټو د روسیې له خوا د توپونو سختې ډزې شوې دي.


ده ویلي، روسان له ټولو لومړیو کرښو ډزې کوي او هڅه یې دا ده چې د لوهانسک له استوګنیزو سیمو د دونیڅک د لومړیو کلیو پر لوري پرمختګونه وکړي.


بلخوا د اوکراین د دویم لوی ښار خارکیف د بېړنیو خدماتو ادارې ویلي، پرون پر یوه استوګنیزه ودانۍ د توغندي په چاودنه کې ۶ تنه ملکیان ژوبل شوي دي.


د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دوی ځواکونو خارکیف ته نږدې «د بهرنیو مزدورانو» دوې پوځي اډې ویشتلي دي.


د خارکیف والي اوله سېني¬هیبوف په ټلګرام کې ویلي، اوکرایني جنګیالیو د خارکیف او د روسیې د سرحد ترمنځ په یوه ښارګوټي کې د روسیې دوې حملې په شا تمبولي دي.


غربي استخباراتي ادارو روانه اوونۍ ویلي، روسي ځواکونه ښايي د لوهانسک د ټولو برخو د نیولو تر ادعا کولو وروسته، د اوکراین په دونباس سیمه کې په خپلو عملیاتو کې وقفه راولي.




خو د لوهانسک محلي ادارې د مشر سرهی هایدې په ګډون اوکرایني چارواکو دا نه ده منلې چې لوهانسک دې په بشپړ ډول د روسیې په کنټرول کې وي، دوی ویلي اوکرایني ځواکونه له لویو ښارونو سویرودونیڅک او لیسیچانسک څخه وتلي دي.


بلخوا په سیاسي ډګر کې د اوکراین په اړه خبر دا دی چې ولسمشرۍ ماڼۍ پرون ویلي، د دغه هېواد ولسمشر ولودمیر زلینسکي د جرمني په ګډون د پنځو هېوادونو لپاره خپل سفیران او خپل ګڼ استازي له دندو لیرې کړې دي.


د دغو ناڅاپي فرمانونو د علت په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو په لیرې کړای شویو کسانو کې د جرمني، هنګري، ناروې، چک جمهوریت او هند لپاره د اوکراین سفیران شامل دي.


د فرمانونو له مخې، زلینسکي د مالدیف، نیپال، سریلانکا او بنګله دېش لپاره خپل استازي هم له دندو لیرې کړي دي.


په فرمانونو کې نه دي ویل شوي، چې لیرې کړای شوي سفیران او استازي به د اوکراین په حکومت کې دننه نورې دندې ولري که نه.


ولسمشر زلینسکي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، له یوې څوکۍ بلې ته ګمارل، د ډیپلوماتیکو چارو برخه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса