Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

څېړنه: برتانوي ځواکونو لسګونه افغانان تر مشکوکو شرایطو لاندې وژلي

0
یوه تازه څېړنه ښيي، چې برتانوي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۵۴ تنه تر مشکوکو شرایطو لاندې وژلي دي.


د بریتانیا ځانګړي کومانډو ځواکونه د لسګونو ولسي افغانانو په وژنه تورن شوي دي.


د بي بي سي تازه څېړنه چې نن د چنګاښ په ۲۱ مه خپره شوې، په کې موندل شوې چې د هلمند په ولایت کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د بریتانیا یوې پوځي ډلې ممکن ۵۴ تنه ولسي وګړي په غیرې موجه ډول وژلي وي.


دا راپور چې د څلور کلنو څېړنو وروسته خپور شوی وايي، په ځینو مواردو کې له ولسي خلکو څخه د وسلې په زور اعتراف اخیستل شوی دی.


جنرال مارک کارلیټون سمېټ چې هغه مهال په افغانستان کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو قومندان و، له دې وژنو خبر کړی شوی و خو د بي بي سي د راپور په حواله هغه نه و توانېدلی چې په دې اړه د بریتانیا پوځي پولیسو ته راپور ورکړي.


په راپور کې وړاندې ویل شوي، د بریتانیا د قوانینو په اساس، د پوځي پولیسو عمومي قومندان له خبرولو پرته، د پوځي عملیاتو ترسره کول جنايي سړغړونه بلل کېږي.


کارلیټون سمېټ چې تېره میاشت د بریتانیا له پوځ ګوښه شو، په دې اړه د نظر له څرګندولو ډه ډه کړې.


د بي بي سي د راپور له مخې، د ۲۰۱۰ م کال د نومبر له میاشتې څخه د ۲۰۱۱ م کال تر مې میاشتې پورې موده کې په هلمند کې څو شپني پوځي عملیات شوي چې په کې ۵۴ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.




د بریتانیا د دفاع وزارت ددې راپور تر خپریدو او څېړنو مخکې ویلي وو، ددې ادعا د اثبات لپاره کافي شواهد نه شته.


خو ډګروال اولېور چې په ۲۰۱۱ م کال کې په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو قومندان و، ددې راپور خپرېدل ټکان ورکونکي بللي او وايي په دې اړه پراخو څېړنو ته اړتیا ده.


د بریتانیا پوځي پولیسو په ۲۰۱۴م کال کې یوه څېړنه ترسره کړه، چې په کې راغلي وو، د بریتانیا ځواکونو د افغانانو په وړاندې تر شپږ سوو زیاتې سرغړونې کړي چې په کې په هلمند ولایت کې د ۵۴ ولسي خلکو وژنه هم شامله ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса