Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

د تاجکستان حکومت: طالبانو د برښنا پیسې نه دي ورکړي

0
د تاجکستان حکومت وايي، د طالبانو حکومت د برښنا پیسې نه دي ورکړي.


د تاجکستان د برښنا شرکت مشر محمد عمر اسوزاده په دوشنبې کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د طالبانو حکومت افغانستان ته د وارېدونکې برښنا پیسې نه دي ورکړي.


نوموړي که څه هم ښکاره نه کړه، چې د طالبانو حکومت د دوی څومره پوروړی دی، خو تر دې مخکې تاجک چارواکو د جنوري میاشتې په ۳۱مه نېټه ویلي و چې په افغانستان کې واکمن حکومت د برښنا له درکه له دوی ۳۱ میلیونه ډالره پوروړی دی.


نوموړي زیاته کړه، چې تاجکستان په کلني ډول افغانستان ته ۹ میلیونه کيلو واټه برښنا ورکوي چې هر واټ یې ۳ سېنټه بیه لري.


د ازادي راډیو خبریالانو هڅه وکړه څو د طالبانو حکومت د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي په دې اړه وپوښتي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه او نه یې هم د دې خبر تر خپرېدو پیغام ته ځواب ورکړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса