Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

افغانستان بانک: خلک دې د 'فوريکس اپلکېشن' له لارې انلاين راکړه ورکړه نه‌کوي

0
د طالبانو حکومت په مشرۍ د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره بیا ځلې ټولو هغه کسانو ته چې د (فوریکس اپلکېشن) له لارې د پېسو انلاین راکړې ورکړې کوي خبر ورکړی چې له دې وروسته په انلاین بڼه دغه معاملې ترسره نه‌کړي.


دغه بانک ویلي، سره له دې چې د دغه اپلکېشن له لارې د پولې راکړې ورکړې په تړاو دوه اونۍ وړاندې بانک خبرپانه خپره کړې وه، خو اوس هم په ځینو ولایتونو کې دغه چاره ترسره کېږي.


د افغانستان بانک ویلي، دوي هڅه کوي چې د دغه غیر قانوني کړنې د مخنیوي په موخه کسان تر پېژندنې وروسته قانون ته وسپاري.


فوریکس د پيسو هغه انلاین بازار دی چې کارونکي کولای شي په دې بازار کې په انلاین بڼه پيسې سپما او یا هم له یو ځایه بل ځای ته ولېږي.


له هغې وروسته چې په افغانستان کې سیاسي بدلون راغی او په دغه هېواد کې پولي خدمتونه له خنډ سره مخ شوه د فوریکس او دې ته ورته نورو انلاین پرګرامونو بازار ګرم شوی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса