Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

بلوچستان کې يو پاکستانی پوځي افسر تښتول شوی

0
د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو دا خبر تایید کړ چې ډګرمن لایق د سې شنبې په ورځ زیارت سیمې ته څېرمه تښتول شوی دی.


په سیمه کې سرچینو د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې هلته وسله وال پر سړک ولاړ وي، موټر پلټي او کله چې دوی د ډګرمن لایق موټر درولی او پوه شوي دي چې دی پوځي افسر دی له ځانونو سره یې بېولی دی.


وسله والو د ډګرمن لایق مېرمن او ماشومان پرې ایښي دي چې ولاړ شي.


تر اوسه چا د دې برمته نیونې مسوولیت نه‌دی منلی.


د يادونې ده چې په دې وروستيو کې پر پاکستاني پوځيانو څو ځل غلچکي بريدونه هم وشول چې په‌کې پوځيانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса