Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2022

لانګ وار ژورنال: امريکا افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو يو له بل سره د خبرو غوښتنه کړې

0
لانګ وار ژورنال مجله:


لانګ وار ژورنال مجلې په یوه راپور کې لیکي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د مقاومتي ډلو له خوا د بریدونو په زیاتېدو سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د حکومت پر ضد د «له تاوتریخوالي ډک مخالفت» ملاتړ نه‌کوي.


لانګ وار ژورنال زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي چې له یو بل سره خبرې وکړي.


د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند د فارن ډیسک په نوم یوې مجلې د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې موږ د تاوتریخوالي زیاتېدو شاهدان یو او له ټولو خواوو څخه غواړو چې د امکان تر حده همکاري وکړي:"دا یوازینۍ لاره ده چې افغانستان کولای شي له ډېرو ازموینو سره مبارزه وکړي."


لانګ وار ژورنال لیکي، خو دا به د طالبانو پر وړاندې د مقاومت اغېزمنتیا محدوده کړي او په افغانستان کې مېشتې ډلې لکه د القاعده شبکې، اسلامي دولت ډلې او نورو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو د څارنې او بریدونو لپاره به د امریکا د پوځ او استخباراتو د ټولنې وړتیا کمه کړي.


د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ډلو لکه «ملي مقاومت جبهې»، «د افغانستان د ازادۍ جبهې» او نورو ډلو په دې وروستیو کې د پنجشXر، بغلان او پروان په ګډون د افغانستان په څو ولایتونو کې پر طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي.


د هيومن رايټس واچ انلاين خپرونه:


د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ په خپله انلاین خپرونه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د منځني ښوونځي او د نجونو د لېسو له تړلو ۳۰۰ ورځې تېرېدو ته په اشاره یوه مقاله خپره کړې ده.


د ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۸مه، په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو یوه میاشت وروسته، طالبانو د هلکانو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بیا پرانيستلو امر وکړ، خو د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د بیا پرانیستلو یادونه یې ونه کړه.


هیومن رایټس واچ زیاتوي چې د طالبانو دغه اقدام تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو د بندیز په توګه تعبیر شوی او دا چې وروسته د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو د نجونو منځني ښوونځي د بیا پرانيستلو اجازه ورکړه، خو منځني او عالي ښوونځي لا تړلي پاتې دي.


د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۱مه طالبانو ژمنه وکړه چې ښوونځي به د مارچ په ۲۳مه پرانېزي، خو په هغه ورځ د نجونو لېسې تړلې پاتې شوې او نجونې په اوښکو خپلو کورونو ته ستنې شوې.


د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې اوس هم له زده کړو بې برخې پاتې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса